1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوله، کابل او قطر کې نوي پرمختګونه څه دي؟

۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبه

د افغانستان د ملي مصالحې شورا لومړی ناستې سره همهاله په قطر کې د حکومت او طالب مرکچي پلاوو کاري ډلې هم لومړی ناسته کوي. خو د ملي روغې جوړې شورا ناستې ته ولې ځیني سیاستوال نه وو غوښتل شوي؟

https://p.dw.com/p/3mGdM
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

تر شاوخوا شپږ میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشرتابه کمیټې نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر ۵مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپله لومړنی ناسته وکړه.

د ولسمشر غني او د هغه پخواني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو له امله د ملي روغې جوړې شورا تشکېلات ځنډېدلي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په منځګړتوب اوس دغه اختلافات هوار شوي دي. ولسمشر غني دې ناستې ته وویل، چې پر افغان سوله مذاکرات دویم پړاؤ ته ننوتي.

«مذاکرات دویم پړاو ته رسېدلي، لومړۍ مرحلې وښوده چې مذاکرات اسان نه وو خو یوې پایلې ته ورسېدل او دویم پړاو مشورو ته اړتیا لري.» ښاغلی غني زیاتوي چې په دغه دویم پړاؤ کې به هره اونۍ په دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ته مشورې ورکوي.

Afghanistan Loya Jirga in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د سولې لار نقشه

غني وايي، د مذاکراتو په دویم پړاؤ کې د سولې په لار نقشه هوکړه خورا اړینه ده. دغه راز، دې ناستې ته د ملي روغې جوړا مشر عبدالله عبدالله وویل، چې اوس تر بل هروخت دې ته اړتیا ده چې د سولې په اړه یوه اجماع رامنځته شي.

ولسمشر غني زیاته کړه: «مونږ باید سولې هوکړه لیک ته د رسېدو په موخه پر لار نقشه هوکړې ته ورسیږو چې کوم ګامونه واخېستل شي او تر کومه بریده مونږ قربانی او یو بل منلو ته چمتو یو، چې په دې سره د افغانسان خلکو ته قانع کونکی ځواب ورکړو.»

د ملي روغې جوړې شورا لومړی ناستې ته پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ترڅنګ ځینو نورو سیاستوالو هم ویناوې وکړې. حامد کرزي وویل، په دوحه کې له افغان مذاکراتي پلاوي ملاتړ کوي. کرزي له طالب پلاوي هم مننه وکړه چې د دده په ټکو د هغوی له همکاری پرته د سولې خبرو لپاره پر کړنلاره هوکړه ناشونې وه.

Afghanistan Kabul Präsident Ashraf Ghani (M) US-Verteidigungsminister Mark Esper (R) NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

پخوانی ولسمشر زیاته کړه: «موږ چې دلته ناست یو او طالبان دواړه د افغانستان خلک یو او د دې خاورې یو. هغوی هم دغومره په دې خاورې کې خاوندان دي لکه موږ چې یو او موږ هم هغومره ځان د دې خاورې صاحبان بولو لکه دوی یې چې بولي. فرق نه شته. نو زموږ ملي وظيفه او ديني فرض دی چې ژر تر ژره افغان وژنه ختمه کړو.»

دې غونډې ته پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وویل، چې د سولې بهیر کې باید ملي روغې جوړې شورا ته د پریکړو واک ورکړل شي.

د ملي روغې جوړې شورا غونډه کې د ځینو سیاستوالو نه ګډون

هاخوا د ملي روغې جوړې شورا نننۍ ناستې ته د یوشمېر سیاستوالو پر نه وربللو ټینګې نېوکې شوي. له دې ډلې د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل او سیاستوال سیداسحاق ګیلاني رسنیو ته ویلي، چې ولسمشر غني د ملي روغې جوړې شورا په ناسته کې د هغوی له ګډون سره مخالفت کړی.

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي په دې اړه دویچه ویله ته وویل، په ارګ کې یوشمېر کړۍ لاهم ځینو سیاستوالو سره د ټاکنو په څیر ټاکنیز رقابتونه پالي. هغه وویل: «دا له ورایه ښيي چې دوی عقدي پالي، د ټاکنو د کمپاین د وخت دښمنۍ اوس هم پالي، په ارګ کې ځیني شته چې د قدرت د دوام په خاطر سوله سبوتاژ کوي.» آرګ لاتراوسه په دې اړه چې ولې یې د ځینو سیاستوالو له ګډون سره مخالفت کړی څه نه دي ویلي.

په دوحه کې د مذاکراتي کاري ډلو ترمنځ ناسته

 په همدې حال کې له دوحې را رسیدلي رپوټونه وايي، چې ټاکل شوې نن شنبې د طالب او افغان حکومت پلاوو ګډې کارې ډلې هم خپله لومړنی ناسته وکړي. د دې ناستې د بحث وړ ټکي اوربند او له تور لیست څخه د طالب مشرانو اېستل ښودل شوي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې د دوحې خبرو کې د پرمختګ لپاره به قطر ته ولاړ شي. خلیلزاد تر قطر وړاندې افغان سولې لپاره د ملاتړ ورخپلولو په موخه ترکیې ته ځي.

اسماعیل شاکر – کابل