1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد له افغان چارواکو سره پر څه غږېدلی؟

۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبه

زلمی خلیلزاد له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره د سولې په اړه وروستیو پرمختګونو غږېږي. د دې کتنو ډير جزیات نه خپریږي، خو پوښتنه دا ده چې له افغان چارواکو د خلیلزاد بنسټيزه غوښتنه څه ده؟

https://p.dw.com/p/3rqIQ
Zalmay Khalilzad
انځور: Reuters/O. Sobhani

افغان چارواکي وايي، کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر اجنډا د ترکيي ناستې ته چمتوالی او د دغه کنفرانس پر اجنډا د نظرونو توحید کول دي.

د ترکيي ناسته کله جوړیږي؟

سره له دې چې د ترکيي ناستې کره نیټه تراوسه نه ده اعلان شوې خو د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دا غونډه به په روانه اونۍ کې پيل شي.

نوموړي نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل ۱۱مه) د کابل شمال کې د کوهدامن خلکو ته په وینا کې وویل چې زلمي خلیلزاد له حکومت سره د ترکيي د ناستې اجنډا شریکه کړې ده.

د صالح په خبره د «د ناستې اصول، اوربند او انتقالي حکومت په دې اجنډا کې شامل دي.»

ولسمشر غني دې غونډې ته په خپل ویډیويي پيغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې په یوه لویه جرګه کې دې خپل وړاندیزونه له خلکو سره شریک کړي.

غني بیا هم ټینګار وکړ چې د واک لېږدونې یواځینۍ لار ټاکنې دي.

په کابل کې د خلیلزاد د نن ورځې کتنې

له دغو څرګندونو سره همهاله افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن یکشنبې هم له افغان سیاستوالو سره کتنو ته دوام ورکړی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر وايي چې خلیلزاد له ښاغلي کرزي سره د سولې پر روان بهیر خبرې کړي.

Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

دغه راز، نوموړی د محاذ ګوند له مشر سید حامد ګیلاني او کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره هم د ترکيي کنفرانس په تړاؤ غږېدلی.

له افغان چارواکو د خلیلزاد غوښتنه

 د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا د رسنیو او عامه پوهاوي کمېسیون غړي سیدبشیر بشرمل دویچه ویله ته وویل چې «خلیلزاد له افغان حکومت څخه غواړي چې ترکيي کنفرانس ته د یوه واحد لیدلوري سره ولاړ شي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ملي روغي جوړې شورا ته د سولې په تړاؤ تر ۳۰ ډیرې طرحې ورغلي چې اوس دا شورا له دغو طرحو یوه واحده طرحه جوړوي.

هاخوا ولسمشر غني هم د ترکيي کنفرانس لپاره د سولې خپل پلان لري.

خو د چارو کتونکي وايي، د ترکيي د ناستې اصلي او محوري بحث هغه طرحه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چمتو کړې.

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي په دې اړه دویچه ویله ته وویل چې «د ارګ طرحه او د مصالحې عالي شورا طرحې نه ځای نیسي او نه به هم کوم اغیز ولري.»

امنیتي شنونکي محمد نادر معمار هم دویچه ویله ته وویل، سپيدار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طرحې سره موافق لیدلوری لري، چې ښايي په ارګ یې د فشار د آلې په توګه وکاروي. د هغه په نظر «د خلیلزاد ټوله لابي او هڅه د امریکا د پلان بریالیتوب لپاره ده، که څوک موافق وي او یا هم مخالف خپل دغه پلان به د استانبول په کنفرانس کې تطبیقوي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان حکومت وايي، د سولې ټینګښت لپاره یې اغیزمنه طرحه جوړه کړې او د دې جګړې د پای ته رسولو ټول ظرفیت په هغې طرحې کې شته.

دا طرحه درې پړاونو کې چمتو شوې چې لومړی پړاو یې اوربند، دویم پړاؤ کې د سولې حکومت او دریم پړاؤ کې یې سوله او دولت جوړونه شامل دي.

اسماعیل شاکر – کابل