1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په کمين کې ۷ افغان پولیس وژل شوي دي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې وسله والو طالبانو د لوګر د مس عینک کان ۷ ساتونکي پولیس وژلي دي. دغه پيښه په داسې وخت شوې چې په افغانستان کې د بهرنيو قواوو عمومي قوماندان اعلان وکړ چې دوي له افغانستانه وتلو ته خپل چمتووالي نيسي.

https://p.dw.com/p/3sZEv
Afghanistan Kabul | Bombenanschlag Sicherheitskräfte
انځور: Sayed Mominzadah/Xinhua/picture alliance

د لوګر ولایت مقام ویاند، دیدار لونګ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه کمين کې د پولیسو په موټر کې ۷ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.»
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ هم دغه بريد تائيد کړی دی.
 دا مهال د افغانستان په مختلفو سیمو کې د غلچکيو بریدونو لړۍ ادامه لري. وسله والو طالبانو د تیرو لسو ورځو په جریان کې شپږ ځانوژنکي بریدونه او ۶۲ بمي بریدونه کړي دي چې ۶۰ تنه ملکيان پکې وژل شوی او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.
 دغه خونړي بریدونه په داسې حال کې په افغانستان کې ادامه لري، چې تيره ورځ په کابل کې د بهرنيو قواوو عمومي قوماندان جنرال سکات ميلر وویل چې د امریکا او ناټو ځواکونه اوسمهال له افغانستان څخه د وتلو له پاره خپل چمتووالی نیسي.
میلر وويل: «د امريکايي قواوو صفر کيدو سره سم به موږ خپلې پوځې اډې د افغانستان دفاع وزارت او نورو افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارو.»
میلر دغه راز وويل چې خپل ټول هغه پوځي تجهیزات چې دوی ېې بیرته د وړلو اړتیا نه لري افغان ځواکونو ته وسپاري.
د امریکا ولسمشر جو بايدن، د روانې میاشتې په سر کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې میشت امريکايي ځواکونه به د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې له افغانستان څخه ووځي. د اخراج د پيليدو رسمي نيټه د می لومړۍ ښودل شوې ده. د سپتمبر ۱۱مه په ۲۰۰۱م کال کې پر امريکا د تروريستي بريدونو له شلمې کلیزې سره برابره ده.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو په اړه غبرګونونه هم ښودل شوي دي. يو شمیر افغانان اندېښنه کوي چې د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې وضعيت نور هم کړکيچن شي.
emh-jds/leg/mks/nz