1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن طالبان په «قوي پوځ غبرګون» ګواښلي

۱۴۰۰ مرداد ۲۴, یکشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبانو ته ګواښ کړی دی چې په افغانستان کې د امریکایي کارمندانو په خطر کې اچولو په صورت کې به له «چټک او پياوړي پوځي غبرګون» سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/3z0cW
USA | Washington | Rede Präsident Joe Biden
انځور: Andrew Harnik/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې دوی په دوحه کې د طالبانو استازو غوږو ته دا خبره رسولې ده چې که په افغانستان کې امریکایي پرسونل ته خطر پيښ شي، نو په یوه پياوړي او ګړنډي پوځي غبرګون سره به ځواب ورکړل شي.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې دا خبره «په افغانستان کې د طالبانو د هر هغه عمل په برخه کې صدق کوي، چې په پایله کې یې زمونږ کارمندان او یا ماموریت له خطر سره مخامخ کولی شي.»

په عین وخت کې د امریکا ولسمشر خپلو ځواکونو او استخباراتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې «مونږ باید دې ته متوجه اوسو او خپل توان او ویښتیا استواره وساتو، تر څو په راتلونکي کې په افغانستان کې له تروریستي ګواښونو سره مقابله وکړو.»

د امریکا ولسمشر د امریکایي سرتیرو د هغو افغان همکارانو د انتقالولو په برخه کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ماموریت پر مهال یي د دغه هیواد له ځواکونو سره مرسته کړې ده، بایډن وویل: «مونږ په دې برخه کې کار کوو چې هغه په زرګونو کسان چې زمونږ د اهدافو ملاتړ یي کړی دی، له خپلو کورنیو سره یوځای یې انتقال کړو.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د شنبې په ورځ (د سیمه ایز وخت مطابق) له محمد اشرف غني سره تلیفوني خبرې کړي دي. بلینکن وویل چې دوی د تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر د سیاسي او دیپلوماتیکو هڅو پر ضرورت بحث او خبرې کړي دي. بلینکن زیاته کړه چې هغه د «افغانستان د خلکو پر دوامداره ملاتړ» ټینګار کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا