د افغانستان د پارلمان رئیس پاکستان ته تللی
۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبهد افغانستان د ولسي جرګې رئیس، میر رحمان رحماني د یوه هیئت په سر کي پرون یکشنبه پاکستان ته سفر کړی دی. په پلان کي ده، چي دغه پارلماني هیئت به په اسلام آباد کي د پیکو په «اقتصادي کنفرانس» کي برخه واخلي.
د ولسي جرګې په یوه اطلاعیه کي راغلي دي چي د اسلام آباد په هوايي ډگر کي د افغانستان د پارلمان د هیئت هرکلی د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر کړی دی.
په پام کي ده چي هغوی به د پیکو په کنفرانس کي د دواړو هیوادونو د اقتصادي او ترانزیتي روابطو د پراختیا او تقویه کیدو پر سر د نظریاتو تبادله ولري.
د افغانستان د پارلمان رئیس پاکستان ته دغه سفر مهم وباله او اضافه کړي یې دي چي د پاکستاني چارواکو سره به د سیاسي، کلتوري، منطقه اي امنیت او د دواړو هیوادونو د پارلماني روابطو د لا تقویه کیدو پخاطر جلا جلا ملاقاتونه ولري.
د پاکستان پرضد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمداالله محب تر سختو اظهاراتو وروسته د رپوټونو پراساس پاکستان د هغه سفر خپل هیواد ته تحریم کړی دی، خو د هغه جزئیات یې لا په رسمي ډول نه دي ورکړي.
په همدې حال کي د افغانستان د جمهوري ریاست ځینو مشاورینو دغه تحریم ته په کتو سره اسلام اباد ته د پارلمان د رئیس پر سفر باندي انتقاد کړی دی.
د جمهوررئیس کلتوري مشاور، شاه حسین مرتضوي په خپل تویتر کي لیکلي دي، «کله چي پاکستان د هیواد یو لوړرتبه چارواکی سیاسي تحریموي، د هیواد د نورو چارواکو سفر څه ډول پیغام له ځانه سره لري؟ د دښمن په مقابل کي باید یو ږغ و اوسو.»
حمداالله محب ویلي دي چي تر اوسه پوري یې په رسمي ډول پاکستان ته د تحریم په اړه خبر نه دی ترلاسه کړی. هغه په خپلو وروستیو اظهارتو کي ویلي ول چي همدااوس د کابل او اسلام اباد تر منځ په هیڅ یوه برخه کي ښه روابط وجود نه لري.
هغه همدارنګه ویلي ول چي د افغانستان په مسایلو کي د پاکستان مداخله کومه پټه خبره نه ده او افغانستان کوښښ کوي چي دغه مشکل د ډیپلوماسۍ له لاري حل کړي.
باید وویل سي چي د همدې هجري-شمسي کال په حمل میاشت کي په پلان کي وه، چي د پاکستان د پارلمان رئیس، اسد قیصر افغانستان ته سفر وکړي، خو د امنیتي تهدیدونو په دلیل یې الوتکه د کابل په هوايي میدان کي نه کښېنستله او بیرته اسلام اباد ته ولاړه.