1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ګاونډیان د مهاجرت له کړکیچه ويره لري

۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبه

ولسمشر غني په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعیت تر پخوا ډېر ترینګلی دی، ازبکستان ته تللی څو له یو شمیر حکومتي مشرانو سره وویني. پاکستان له وړاندې نه د نورو مهاجرینو د نه منلو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3wVEN
Afghanistan | Binnenflüchtlinge in Laghman
انځور: Omid Deedar/DW

په داسې حال کې چې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالي په بې بساري توګه زيات شوی، د افغانستان ګاونډیان بیا د مهاجرت له یوه نوي کړکیچه په ویره کې دي. پاکستان تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې دغه هیواد له وړاندې نه د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه دی او له دې وروسته به نور مهاجرین و نه مني.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په حواله، د کلونو جګړو په موده کې په افغانستان کې په میلیونونو کسان داخلي بې ځایه شوي او د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې هغه مهال چې امریکايي او بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پيل کړی، نیږدې ۳۰۰ زره کسان بیا د جګړو په سیمو کې ژوند کوي.

د تاشکند له کنفرانسه يوه باخبره دپلومات وویل: «په تاشکند کې کنفرانس به د افغانستان پر راتلونکي تمرکز ولري او په دې کې به په ژوره توګه دپلوماسي دخیله وي.»

ملګري ملتونه وايي چې د تیرو څو لسیزو ناامنیو او جګړو له کبله ډېر افغانان د خپل هیواد پرېښودو ته اړي شوي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه افغان مهاجر په پاکستان کې او شاوخوا یو میلیون نور بیا په ایران کې میشت دي. د دغه سازمان په خبره، په دواړو هیوادونو کې د غیر قانوني مهاجرینو شمیر بیا ډیر لوړ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د تاجيکستان په پلازمینه دوشنبه کې وویل چې هیواد یې د محدودو سرچینو په لرلو سره نوي مهاجرین نه شي منلی. قریشي زیاته کړه: «که په افغانستان کې وضعیت بیا خراب شي، دغه هیواد [پاکستان] نوی مهاجرین نه شي منلی.»

بل لوري ته په تاشکند کې د سیمې د هیوادونو مشران سره جرګه شوي او افغانستان به هم د دې کنفرانس د اجندا یو له مهمو موضوعاتو څخه وي. تيره ورځ د شنګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په تاجيکستان کې غونډه درلوده او د افغانانو پر ضد یې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.