1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو سړی د يوې مور او لور د وژلو په تور په عمري بند محکوم سو

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

په برلین کي د یوې ۳۸ کلني مور او د هغې د ۹ کلني لور د وژلو په تور یو گاونډی نارینه مجرم پیژندل سوی او په عمري بند محکوم سو. محکوم سوی کس او همدارنگه قربانیان ټول افغانان دي.

https://p.dw.com/p/49TRd
Hammer Gerichtssaal Gericht Richter-Hammer
انځور: Trischberger Rupert/Zoonar/picture alliance

نوموړی سړی په دې تورن وو چي وژل سوې ښځه یې ۳۷ واره په چاړه وهلې ده او وروسته یې د هغې ۹ کلنه لور هم وژلې ده.

د برلین ایالتي محکمې د دوشنبه په ورځ نوموړی ۳۴ کلن د دوو قتلونو او غلا ته د هڅي په تور چي وژونکي عواقب یې درلودل، مجرم وباله. سربیره پردې قاضیانو د هغه جرم ډېر ځانگړی ارزولی دی چي پس له ۱۵ کلونو د هغه مشروط آزادیدل تقریباً ناممکن کوي.

د قاضیانو د هیئت رئیسې، سلویا بوش وویل چي محکمه پس له ۱۸ میاشتو ارزونو وروسته دې نتیجې ته ورسیده چي «پرته له تورن کس څخه بل هیڅ څوک د دغه وحشتناکه عمل مسئول نه دی.»

د محکمې په خبره، ۳۴ کلن تورن کس چي د موټرانو میخانیک وو او د وژل سوو کسانو په څیر افغان دی، په دې فکر وو چي د گاونډي کور په کانکریتي دیوالو کي ډیري پیسې پټي دي. دغه سړی چي د دریو کوچنیانو پلار دی، په وار وار قمار واهه او پیسې یې بایللې.

قاضیان دې نتیجې ته رسیدلي دي چي نوموړي کس د ډېر حرص او د یوه بل جنایت د پټولو په هدف دغه مور او لور وژلي دي.

د دغه سړي مدافع وکیلانو اعلان کړی دی چي له سره غور کولو له پاره به درخواست ورکړي. هغوی زیاته کړې چي د محکمې دغه حکم یوه تیروتنه ده او د هغه د برائت غوښتنه یې کړې ده.

د مدافع وکیلانو په خبره، د هغوی مؤکل د داسي یوه ویروونکي او له عصبانیته ډکه جرمي عمل د ترسره کولو له پاره هیڅ ډول انگیزه نه درلوده.

GP/NZ/AG