1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: «د خطر لاندې افغانانو ته دې ویزې ورکړل شي»

۱۴۰۰ شهریور ۶, شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان او په آلمان کې بی سرحده خبریالانو په افغانستان کې تر خطر لاندې کسانو ته د ویزو د ورکړې غوښتنه کړې. طالبانو ویلي هغو کسانو ته چې د سفر کولو قانوني اسناد نه لري، له هیواده د وتلو اجازه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3zbtE
Afghanistan Kabul | Flüchtlinge warten vor dem Flughafen
انځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان مشر مارکوس ان. بیکو، له آلمان څخه د ویزې د ورکړې په برخه کې د آسانتیا او د هغو کسانو د ژغورنې له پاره چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي د پروازونو د ډیرولو غوښتنه کړې ده: «مونږ تمه لرو چې د آلمان حکومت او نور هیوادونه له افغانستان څخه را ایستل شوي کسان، چې یو شمیر یي له ډير سخت رواني فشار سره مخامخ شوي دي، هر څومره ژر چې ممکن وي له سیمې څخه را انتقال کړي.»

آلمان او یو شمیر نور هیوادونه له افغانستان څخه را ایستل شوي کسان لوموړی یو دویم او بیا یي اصلي هدف هیواد ته انتقالوي. په زرګونو داسې کسان په دویمي هیوادونو کې په ډیرو خرابو شرایطو کې شپې سبا کوي.

بیکو د سه شنبې په ورځ یوې آلماني ورځپاڼې ته وویل چې په عین وخت کې باید دې ته متوجه اوسو چې کورنۍ یو له بل څخه جلا نه شي: «د دې له پاره باید غیر بيوروکراتیک بهیر تر لاس لاندې ونیول شي.»

 سربیره پر دې باید په نړیواله کچه خبرې اترې ترسره شي څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې ټول خلک په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ کسان باید امن ځایونو ته انتقال شي.

بیکو د بیلګې په توګه د بشري حقونو د فعالانو او رسنیزو کارمندانو یادونه وکړه. هغه وویل: «د ویزې په ورکړې او په تعقیب یي له سیمې څخه د کورنیو د چټک الحاق په مرسته باید د دې بهیر ملاتړ وشي.»

Pressefreiheit Symbolbild
انځور: picture-alliance/EPA/N. C. Naing

د بخښنې نړیوال سازمان مشر ټینګار وکړ چې د راتلونکي سه شنبې په ورځ د اروپايي اتحادیي د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې باید د بیا ځای پرځای کولو د پروګرامونو په لړ له افغانستان څخه د اروپا پر لور د خلکو مهاجرت ته لاره هواره کړای شي: «په عین وخت کې د اروپایي اتحادیي له غړو هیوادونو څخه غواړو چې بشري مرستې وړاندیز کړي، څو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په سیمه کې له مهاجرو سره د مرستې د پروګرامونو ملاتړ وکړي.»

د بی سرحده خبریالانو سازمان هم د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې هغو ښځينه او نارینه خبریالانو ته چې د طالبانو له خوا ګواښل کیږي، هر څومره ژر چې ممکن وي بی له پيچلو اداري پړاونو څخه ویزې ورکړي: «مونږ په داسې یو وضعیت کې د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړه، خو بی له تسلۍ راکولو څخه یي هیڅ کوم کار ونه کړ.»

نوموړي سازمان تر سخت خطر لاندې د ۷۰ کسانو د نومونو یو فهرست خپور کړی دی، خو تر اوسه پورې له دې ډلې یوازې یو خبریال توانیدلی دی چې له کابل څخه ووځي.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا