«د طالبانو او افغان حکومت استازو په تهران کې سره ليدلي»
۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبهپه تهران کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ د دغه غونډې د پرانيستو پر وخت د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ خو په عين حال کې یې خبرداری ورکړ: «اوس د افغانستان خلک او سياسي مشران د دغه هېواد د راتلونکي له پاره مشکلې پريکړې بايد وکړي.» جواد ظريف په خپلو خبرو کې زياته کړه: «سياسي حل ته ژمنتيا غوره انتخاب دی.»
د ايران د دولتي رسنیو په حواله ظريف په دې غونډه کې وويل: «ايران په افغانستان کې د ښکيلو اړخونو ترمنځ د ډيالوګ پروسې سره مرستې ته چمتو دی څو په دغه هېواد کې روان کړکيچونه او بحران حل شي.»
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په حواله د طالبانو د پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزي کوله، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې پخواني مشر يونس قانوني د افغان حکومت استازيتوب کاوه.
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د اخراج بهير بشپړيدو ته نږدې شوی دی، د سه شنبې په ورځ، افغان چارواکو يو وار بيا هوډ څرګند کړې وو چې له لاسه ورکړل شوې ټولې ولسوالۍ به بيرته ونيسي.
افغان حکومت تر هغه يوه ورځ وروسته چې کابو زر تنه افغان سرتیري ګاونډي هېواد تاجيکستان ته اوښتي ول، د وسله والو طالبانو د پرمختګونو د مخنيوي په موخه د هېواد په شمال کې په سونه ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
خو د سيمه ایزو چارواکو په حواله د چهار شنبې په ورځ طالبانو بيا د بادغيس ولايت پر مرکز قلعه نو يرغل کړی دی. دا لومړی ولايتي مرکز دی چې طالبان ورته د خپلو تازه تهاجي بريدونو په ترڅ کې داخل شوي دي.
طالبانو د بادغيس ولایت نورې سيمې لا تر مخه تر خپل کنترول لاندې را وستې وې. په همدې حال کې د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قوماندې له خوا ويل شوي چې د افغانستان څخه یې د ځواکونو اخراج کابو ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.
ب.ص/ خ.ح (AFP)