1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت نوماند وزیران کله پارلمان ته معرفي کوي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

د ولسمشر غني د "لوړې" مراسمو څخه شاوخوا اته میاشتې واوښتې خو د حکومت کابینه اوس هم سر پرسته ده او نوماند وزیران پارلمان ته نه دي معرفي شوي. ایا اوس هم اختلافات شته؟

https://p.dw.com/p/3jvmi
Afghanistan Kabul Präsidentenpalast vor dem Amtseid von Präsident Ashraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، ددې جرګې د تفتیش کمېسیون د نوماند وزېرانو اسناد ارزولي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ به ټول نوماند وزیران د باور رایو په موخه وروپيژندل شي.

د پارلمان یوه غړي غلام ولي افغان په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «څه موده کیږي چې د نوماند وزیرانو اسناد پارلمان ته رارسیدلي او د هغوی ارزیابي هم بشپړه شوې ده، زه فکر کوم چې په راتلونکي هفته کې به کابینه پارلمان ته معرفي شي.»

محمد اشرف غني د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ پر ۹مه نیټه، د دویم ځل له پاره د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې نیټې څه باندې اوه میاشتې تیرې شوې، خو ښاغلی غني تردې دمه د خپل حکومت د کابینې پر بشپړولو نه دی توانېدلی.

د کابینې د ځنډېدو بنسټیز لاملونه څه دي؟

د چارو کتونکي وايي، د اساسي قانون خلاف د واک ۵۰ – ۵۰ سلنه ویش لامل شوی، چې په بې ساري توګه دې یو حکومت څه باندې اوه میاشتې له کابینې پرته حکومتي چارې پرمخ یوسي.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند نور الرحمن لېوال دویچه ویله ته وویل، ولسمشر غني او د ملي روغي جوړې مشر عبدالله عبدالله لاهم پردې اختلاف لري چې لږ تر لږ خپل نوماند وزیران پارلمان ته معرفي کړي او کنه: «په حکومت کې شریکې ډلې پر دې نه سره جوړیږي، چې اول څوک وګوماري او بیا پر دې نه سره جوړیږي چې پارلمان ته یې څنګه وروپيژني؟»

سرپرسته او کابینه او حقوقي مشروعیت

هاخوا حقوقي شنونکي وايي، نیمګړې او سرپرستې کابینې د اوسني حکومت حقوقي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی.

د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح دویچه ویله ته وویل:«د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې، ۱۱ فقرې پر اساس د حکومت مشروعیت د کابینې له مخې دی، یعنې کله چې ولسمشر حلف ادا کوي ددې له پاره چې زموږ اجرائیه قوه مشروع شي، لازمه ده چې حکومت له ولسي جرګې څخه د اعتماد رایه واخلي.»

د مصباح په وینا حکومت باید د همدغه اساسي قانون د ۷۱ مادې پربنسټ خپل تعریف بشپړ کړي.

اساسي قانون حکومت څه ډول تعریف کړی؟

د افغانستان اساسي قانون په ۷۱ ماده کې حکومت داسې تعریف شوی. «حکومت له وزیرانو جوړ دی چې د جمهورئیس تر ریاست لاندې کار کوي. د وزیرانو شمېر او وظایف د قانون له لياري تنظیمیږي.»

د حقوقپوهانو په وینا د افغانستان اوسنی حکومت په اساسي قانون کې تعریف نه لري، ځکه ټول وزیران یې سرپرستان یا چارسنبالي دي.

اسماعیل شاکر – کابل