دفاع وزارت: افغان ځواکونو قلعه نو ښار بيرته نيولی
۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبهطالبانو تېره ورځ (۲۰۲۱م کال جولای ۷مه نېټه) د بادغيس پر مرکز بريد وکړ او لنډه موده په ښار کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کي ښکېل شول.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې امنيتي ځواکونو د ښار کنترول بيرته په خپل لاس کې اخيستی دی، خو د ښار په څنډو کې اوس هم نښتې دوام لري.
طالبانو د چهار شنبې په ورځ پر دې ښار د بريد په ترڅ کې څو دولتي ودانۍ چې د پوليسو قومندانې هم پکې شامله وه، نيولې وې.
د دفاع وزارت وياند فواد امان وويل: «ښار په بشپړ ډول زموږ په کنترول کې دی او په څنډو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات روان دي.»
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې د تېرې ورځې په نښتو کې په دې ښار کې ۶۹ طالب جنګيالي وژل شوي دي.
طالبانو د بادغیس پر مرکز قلعه نو ښار برید کړی
دا د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهير له پېليدو راهيسې لومړی ځل دی چې طالبانو د يوه ولايت د مرکز د نيولو له پاره پراخ عمليات پيل کړي ول.
خو د بادغيس ولسوالۍ بيا د وسله والو طالبانو په لاس کې دي. د لوېديځ امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو په افغانستان کې تر سلو ډېري ولسوالۍ نيولي دي، خو طالبان بيا تر ۲۰۰ ډېرو ولسواليو د نيولو ادعا کوي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)