1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصاد په خرابیدو افغانانو بیرته غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

۱۴۰۰ آذر ۲۱, یکشنبه

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په خرابیدو سره څلورو وروڼو د قالینو اوبدلو دستګاوې بیرته په کار اچولي ترڅو په عاید یې خپل ژوند مخته یوسي. افغانستان اوسمهال له خورا بد اقتصادي او بشري ناورین سره د مخامخ کیدو په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/449du
Wirtschaft I Herstellung von Teppichen in Afghanistan
انځور: Hector Retamal/AFP

د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، افغانان له پراخو ستونزو سره مخامخ دي. له دې ډلې اوږده وچکالي، د حکومت خلا، د پیسو کمښت او د افغانستان د مالي زیرمو کنګل کیدل هغه موضوعات دي چې د افغانانو په ستونزو کې یې ډیروالی راوستلی دی.

د حیدري وروڼو په نامه څلورو وروڼو د ژوند د پرمخ بیولو له پاره اوس د غالیو یا قالینو اوبدلو خپلې پخوانۍ دستګاوې بیا په کار اچولي او نیږدې ټوله ورځ د غالیو د قالبونو مخې ته ناست وي او غالۍ جوړوي. تر دوی وړاندې، د دغو وروڼو پخواني نسل هم دغه کسب درلود، داسې یو کسب چې په نړیواله سطحه د افغانستان په نامه پورې تړلی دی.

د غالیو د پلورلو له پاره د مشتري د موندلو د ستونزې سربیره دوی هره ورځ د ساعتونو له پاره د غالیو په اوبدلو کار کوي. د دې کورنۍ ۷۰ کلن مشر غلام سخي وايي: «موږ د خپلې کورنۍ د ژوندي ساتلو له پاره بله لار نه لرو.» واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکې، دغې کورنۍ خپل پخوانی د غالیو اوبدلو کسب ترک کړی وو او په کابل کې یې ودونو ته د تازه ګلانو د خرڅلاو ښه کاروبار درلود.

Wirtschaft I Herstellung von Teppichen in Afghanistan
انځور: Hector Retamal/AFP

د دې څلورو وروڼو له ډلې تر ټولو مشر یې ۲۸ کلن روف دی چې په کابل کې ژوند او په همدې ښار کې کاروبار کوي. هغه وايي چې «طبعاً کله چې طالبانو حکومت ونیو نو د ودونو د هوټلونو کاروبار هم ورسره خراب شو او له همدې کبله موږ هم بیرته غالۍ اوبدلو ته مخه کړه.» روف د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا زموږ د نیکونو کسب وو چې موږ ته همداسې را پاته شوی دی.»

کله چې د دوی دغه ۱۲ متره غالۍ مکمله شي او خرڅلاو ته اماده شي، دغه کورنۍ ورڅخه د شاوخوا ۶۰۰۰ امریکايي ډالرو بیې تمه لري، داسې بیه چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې خلک ورته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د غالیو اوبدلو د ملي اتحادیې مشر نور محمد نوري وايي چې په افغانستان کې د ټول شاوخوا ۳۸ میلیونه نفوس له ډلې څخه نیږدې دوه میلیونه افغانان د غالیو اوبدلو په صنعت کې په کار بوخت دي. د طالبانو تر حاکمیدو وروسته، په افغانستان کې غالیو ته اوس تقاضا ډیره کمه شوې ده خو د افغانستان په لاس اوبدل شوي ګلیمونه او غالۍ لا هم په نړیوال بازار کې ښه مینوال لري.

بې کاري او د غالیو اوبدلو سکتور ته د خلکو علاقه

په کابل کې د غالیو سوداګر کبیر روف وايي چې په تیرو څو میاشتو کې د هرې ورځې په تیریدو سره ډیر افغانان اوس غالۍ اوبدي، داسې غالۍ چې د روف په خبره د افغانستان ملي سرمایه ده. په دې ترڅ کې افغان میرمنو هم غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او دلیل یې په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی نه ورتګ او بې کاري په ګوته کیږي. د کبیر روف په خبره نجونې چې اوس ښوونځي ته نه ځي او میرمنې چې کار نه لري، اوس تر پخوا ډیر د غالیو اوبدلو په برخه کې کار کوي.

د ایران سره په ګاونډ کې پروت هرات ولایت هم له هغو ولایتونو دی چې اوس پکې د پخوا په پرتله ډیرو خلکو غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده. حاجي عبدالقادر چې د غالیو اوبدلو له پاره یې تر اوسه ۱۵۰ کورنۍ په کار ګمارلي وايي چې هره ورځ ورسره خلک د کار له پاره تلیفوني اړیکې نیسي. هغه وايي چې داسې کسان هم غواړي غالۍ اوبدي چې په دې کار کې هیڅ تجربه نه لري او زیاتوي چې په اوس وخت کې نور کار نه شته دی.

Wirtschaft I Herstellung von Teppichen in Afghanistan
انځور: Hector Retamal/AFP

د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځيدو وروسته له افغانستان سره نړیواله سوداګري هم اغیزمنه شوې او غالۍ چې د افغانستان غوره تولید ګڼل کیږي، اوس نړیوالو بازارونو ته په مشکل سره رسیږي چې له کبله یې د غالۍ اوبدلو سکتور هم زیانمن شوی دی. که څه هم غالۍ اوبدونکي ښه عاید ترلاسه کوي، خو سوداګر یې بیا په خرڅلاو ستومانه وي. حاجي عبدالقادر چې په اونۍ کې شاوخوا پنځه نوې غالۍ ترلاسه کوي وايي چې بانکونه په اونۍ کې ۴۰۰ ډالر ورکوي او وايي چې ښايي زه خپلو تولیدوونکو ته د دوی پیسې هم ورنشم کړلی. هغه وايي چې د غالیو له پاره اوس پیرودونکي هم کم شوي دي.

حاجي عبدالقادر وايي: «بهرنیان نه شته چې [غالۍ] واخلي.» هغه وايي چې د طالبانو تر راتګ وروسته د بهرنیو سازمانانو وتلو سوداګرۍ خرابه کړې خو وايي چې بیا به هم هیله من پاته شي. د معلوماتو له مخې اوسمهال له خلیجي هیوادونو سره د افغانستان هوايي تګ راتګ پیل شوی، داسې یوه موضوع چې د غالیو سوداګرو ته یې هم د خپلو غالیو د صادراتو په برخه کې هیلې یو ځل بیا تازه کړي دي.

اې. اف. پي/ خ.ح / ن. ص