د فیفا مشر په کابل کي ووژل شو
۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبهپه کابل کې د آزادو او عادلانه ټاکنو سازمان مشر یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۲۳م) د نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی. د معلوماتو له مخې، یوسف رشید کار ته د تګ پر مهال وژل شوی دی.
د یوسف رشید یوه همکار عبدالوهاب قاري زاده د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې یوسف رشید د ډزو په پایله کې ټپي شوی وو او بیا یې وروسته په روغتون کې د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړه. د هغه په خبره، په دې پیښه کې د یوسف رشید موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز هم د دې پیښې پخلی کړی دی. په دې وروستیو کې په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات ځنډیدلي، په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې د جګپوړو کسانو ترورو او وژنو زور اخیستی دی.
تر دغي پيښي يوه ورځ مخکي د کابل په یوه بله برخه کې پنځه کسان د چسپکي ماین چاودنې په پایله کې ووژل شول. په دغه پیښه کې د زندان ډاکټران په نخښه شوي ول چې پکې دوې ډاکټرانې هم شاملې وې.
تر دې پیښې وړاندې، په غزني ولایت کې هم یو خبریال رحمت الله نیکزاد نا معلومو کسانو وواژه. د نیکزاد په وژلو سره، دا په تیرو دوو میاشتو کې څلورم خبریال دی چې وژل کیږي.