د جګړو شدت او دوحې ته د افغان جګپوړي پلاوي سفر
۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعهپه داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ د شدیدو جګړو راپورونه ورکول کیږي، د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو جګپوړي حکومتي پلاوی نن د جمعې په ورځ له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره قطر ته ولاړ.
په دې پلاوي کې عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي، د بلخ ولایت پخوانی والي عطا محمد نور، د جنبش ګوند جګپوړی غړی او د سولې د مرکچي پلاوي غړی باتور دوستم او یو شمیر نورو سیاسي څیرو ګډون درلود.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به هم د دې پلاوي په تشکیل کې حضور ولري، خو کرزي له یاد پلاوي سره تر هوايي ډګره ملتیا وکړه او په یوه خبري کنفرانس کې هم را څرګند شو.
بل لوري ته پاکستان هم غواړي د افغانستان د سولې په تړاو د افغان سیاسي څیرو په ګډون یو کنفرانس جوړ کړي، داسې یوه غونډه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینو رسنیو ته ویلي چې د اسلام آباد د کنفرانس د تعویق غوښتنه شوې.
قطر ته تر سفر وړاندې، د افغان مرکچي پلاوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي خبریالانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې دغه پلاوی له بشپړ صلاحیت سره دوحې ته د مذاکراتو په موخه سفر کوي. حامد کرزي وویل: «یو غښتلی او د بشپړ صلاحیت لرونکی پلاوی دوحې ته ځي څو د طالبانو له تحریک سره خبرې وکړي. په دې مرحله کې دا یوه اړتیا وه چې د هیواد دغه مشران باید ولاړ شي او خبرې وکړي.»
عبدالله عبدالله بیا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې دغه پلاوی ټول شموله دی او دا چې میرمنې او یو شمیر دیني عالمان هم د پلاوي په ترکیب کې شامل دي.
د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره دا ځل د سولې مذاکرات د عبدالله عبدالله په مشرۍ ترسره کیږي. د دې مذاکراتو هدف دا دی څو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیښودل شي، داسې تاوتریخوالي چې په دې وروستیو کې د هیواد کابو ټولو څنډو ته غځیدلی دی.