1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کوماندو د طالبانو له زندانه ۱۳ بنديان آزاد کړي

۱۳۹۹ دی ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د دوی کوماندو ځواک په هلمند کي د طالبانو له یوه زندانه د يوه پوليس په گډون ۱۳ بنديان آزاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/3ntSr
Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۱۴مه) ويلي دي چي کوماندو ځواکونه يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي په دې توانېدلي دي چي د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کي د طالبانو له يوه زندانه ۱۳ کسان آزاد کړي دي چي يو پکښې پوليس دی.

دغه وزارت ويلي دي چي ياد کسان د هغو عملياتو په ترڅ کي آزاد سوي دي چي تيره شپه ترسره سوي دي. وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي چي دغه کسان څو موده له طالبانو سره بنديان ول.

د دفاع وزارت په حواله په دغو عملياتو کي يو کرولا موتر، درې موترسايکلونه او درې مخابرې هم نيول سوي دي.

د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کي وسله والو طالبانو د هلمند ولايت پر مرکز لښکرگاه باندي له څو اړخونو بريدونه وکړل چي په ترڅ کي يې په لسونو زره هلمنديان له خپلو کورونو څخه تېښتي ته مجبوره سول.