1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغانانو پناه غوښتنې خورا ډېرې شوې دي

۱۴۰۰ مهر ۲۵, یکشنبه

په آلمان کې د پناه غوښتنو عمومي شمېر هم ډېر شوی دی. د کډوالۍ د ادارې په حواله يې شمېر اوس د کرونا څخه د مخه سطحې ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/41mVP
Deutschland | Flüchtlings-Erstaufnahme in Eisenhüttenstadt
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د آلمان د مهاجرت او کډوالۍ اداره (بامف) وايي چې د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې يې د پناه ټول ټول سل زره او ۲۷۸ غوښتنليکونه تر لاسه کړي دي. دا د تېر کال د عين وخت په پرتله ۳۵،۲ سلنه ډېرې د پناه غوښتنې عريضې دي. شمېر يې تر اوسه د کرونا د پانديمۍ له کبله، د سرحدونو د تړل کېدو او د پروازونو د کمېدو له امله راټيټ شوی وو.

د ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۰ کاله پورې په آلمان کې د پناه غوښتنې عريضې وار په وار پسې راکمې شوې وې. دغه نوي ارقام لومړی د »وېلټ آم زونتاګ« ورځپاڼې خپاره کړي وو. په اول ځل د پناه د غوښتنې د ورکوونکو په ډله کې تقريبا ۱۹،۵ سلنه ماشومان هم راځي چې عمرونه يې تر يوه يوه کال ټيټ او کوم چې په آلمان کې زېږېدلي دي.

د تعقيبي يا ورپسې عريضو شمېر د کډوالۍ د ادارې په حواله ۱۶۲ سلنه لوړ شوی او ۳۱ زره ۴۵۴ ته رسيږي. په دې سره ټول ټال دغې ادارې له جنورۍ تر سپتمبر مياشتې پورې ۱۳۱ زره ۷۳۲ د پناه غوښتنې عريضې تر لاسه کړي دي چې ۵۲،۹ سلنه زياتوالی په کې راغلی دی.

Deutschland Nürnberg | BAMF
د آلمان د مهاجرت او کډوالو ادارهانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

تر ټولو زيات پناه غوښتنونکي کډوال چې په لومړي ځل يې د پناه عريضه ورکړې ده، سږ کال هم له سوريې، عراق او افغانستان څخه راځي. په دې ترڅ کې ۴۰ زره ۴۷۲ لومړني درخواستونه د سوريایانو دي چې ۵۷،۱ سلنه زياتوالی ښيي، ۸۵۳۱ له عراق څخه دي چې ۲۲،۲ سلنه زياتوالی پکې راغلی دی. خو تر ټولو څرګند ډېروالی د افغانانو په غوښتنليکونو کې ليدل کيږي چې د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې ۱۵ زره ۴۵ لومړني درخواستونه دي چې ۱۳۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

په افغانسان کې په اګست مياشت کې تندلارو طالبانو قدرت نيولی دی، خو پخوا هم وضعيت ترينګلی وو. په ۲۰۲۰ کال کې د کډوالۍ فدرالي ادارې د افغانانو ۹۹۰۱ غوښتنليکونه تر لاسه کړي وو. خو دا د ۲۰۱۶ کال په تناسب بيا هم لږ دي چې په هغه کال کې د آلمان د کډوالۍ ادارې د ارقامو له مخې پکې د افغانانو له خوا د ورسپارل شويو غوښتنليکونو شمېر ۱۲۷ زرو ته رسېدلی وو.