1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان د افغان مهاجرو د منلو په برخه کې سره ویشل شوي

۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه

د یوې نظر پوښتنې پایلې ښيې چې که یو سیاستوال په سخاوتمندانه ډول د افغان پناه غوښتونکو د منلو او یا نه منلو خبره کوي، نو باید متقابلو سختو انتقادونو ته هم اماده شي.

https://p.dw.com/p/3zuak
Deutschland | Afghanische Flüchtlinge landen mit dem letzten Flugzeug über Taschkent aus Kabul am Frankfurter Flughafen
انځور: Kai Pfafenbach/REUTERS

آلمانۍ ټولنه د افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه سره ویشل شوې ده. د یوې نوې نظر پوښتنې چې د YouGov نظر سنجۍ بنسټ له خوا د الماني خبري آژانس،dpa په فرمایش ترسره شوي ده، پایلې ښيې چې ۴۶ سلنه آلمانان په تیرو اونیو کې په لوړ شمیر کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو پر ضد دي، یا په بله اصلاح نه غواړي چې آلمان دې په لوړ شمیر کې افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي.

په دې نظر پوښتنه کې بیا په مجموع کې د پوښتل شویو کسانو ۴۷ سلنو یې غوښتنه کړې ده، چې آلمان باید په لوړه کچه افغان پناه غوښتونکو ته د محفاظت زمينه مساعده کړي.

خو په سخاوتمندانه ډول د افغان مهاجرو د منلو پلویانو یوې برخي بیا دا کار د یوه شرط پورې تړي: له دې ډلې هر یوه څلورم کس غواړي چې آلمان دې یوازې په هغه صورت کې په لوړ شمیر کې افغان پناه غوښتونکي خپل هیواد ته پریږدي، چې نور اروپايي هیوادونه هم دا کار وکړي.

یوازي نږدې ۲۲ سلنه آلمانان په دې نظر دي چې په هغه صورت کې که نور اروپايي هیوادونه هم په دې پروسه کې ونډه وانخلي، نو بیا دي هم آلمان ډیر شمیر افغانان ومني.

د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیران هم د تیرې سه شنبې په ورځ په خپله غونډه کې ونه توانیدل چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو په موضوع کې په یوه ګډ دریځ سره سلا شي.

د اتریش، چک جمهوریت او ډنمارک په څیر هیوادونو ټینګار درلود چې له بی ځایه شویو او مهاجرو سره دې هم هلته په سیمه کې مرسته وشي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن