1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسونو افغان سندرغاړي پاکستان ته تللي

۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه

په دې وروستيو کې په لسونو افغان هنرمندانو پاکستان ته مخه کړې ده. د طالبانو له ويرې تښتېدلي دا هنرمندان د خيبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو ته رسېدلي دي او سيمه ایزو چارواکو او خلکو ورته په ورين تندي هرکلی ويلی دی.

https://p.dw.com/p/40FNC
Afghanisches Musikinstrument
انځور: Faridullah Khan/DW

د طالبانو له خوا د کابل تر ولکه کولو وروسته په لسونو افغان ممثلينو خپل ټاټوبی پريښې دی. له دوی څخه تر پنځوسو ډېر یې تر اوسه خيبر پښتونخوا ايالت ته رسېدلي دي. پر تورخم تر اوښتو وروسته دغه هنرمندان اوس د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې ميشت دی.

د دوی اکثريت یې د ویرې له کبله نه غواړي چې هويت یې څرګند شي. د دوی ډېر يې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون هنرمندان دي. ډېر سندرغاړي هم د پناه په موخه پاکستان ته رسېدلي دي.

پېښور ته رسېدلي د موسيقۍ يوه کمپوز کوونکي د نوم نه څرګندولو په شرط د دويچه ويله اردو څانګې ته ويلي: «ما موسيقي په پېښور کې زده کړې وه. کله چې په افغانستان کې هغه وخت د طالبانو حکومت له منځه ولاړ او د امريکا او متحدينو په مرسته یې نوی حکومت جوړ شو نو موږ په دې تمه بیرته افغانستان ته ولاړو چې حکومت به مو راسره مرسته وکړي، پرې تکيه به شو او خپل هنر به مخته يوسو.»  هغه زياتوي: «خو داسې څه تر سترګو نه شول. له تلویزيون او راډيو سره تړلي زياتره هنرمندانو په شخصي محفلونو کې په ګډون سره د خپل کور لګښتونه پوره کول.»

د موسيقۍ دغه کمپوز کوونکی زياتوي چې طالبانو تر اوسه کوم هنرمند په مستقيمه توګه ګواښلي نه دی، خو دوی ته د طالبانو پخوانۍ دوره ياده ده او اندېښنه لري چې طالبان به دا ځل هم هنرمندان وځوروي. هغه زياتوي: «موږ خپل ځان او د خپلو کورنيو د غړيو ژوند ته خطر احساس کړ او له دې کبله مو پاکستان ته مخه کړه.»

پېښور ته رسېدلو زياترو هنرمندانو د بورډ بازار په شا او خوا کې د میشتو خپلو خپلوانو کره پناه اخيستې ده. له دوی څخه یې يوه هنرمند دويچه ويله ته وويل: «تر څه مودې مخکې پورې هنرمندانو ته دا زمينه برابره وه چې خپل هنر مخ ته يوسي خو اوس چې يو ځل بيا طالبان واک ته رسېدلي نو زياتره هنرمندان اندېښنه لري چې د وخت په تېريدو سره به هغوی يو ځل بيا پر موزيک بندیز ولګوي.»

دغه هنرمند زياتوي: «پر موسيقۍ د بندیز سره به د سندرغاړو او نورو هنرمندانو ستونزې هم ډېرې شي. د همدې انديښنو له کبله زياتره هنرمندان خپل هېواد پریږدي او د خپلې کورنۍ غړي خوندي ځايونه ته انتقالوي.»

طالبانو په دې وروستيو کې اعلان کړی وو چې «سندرغاړي به دې ته وهڅوي چې له موسيقۍ لاس واخلي.» تر دې اعلان وروسته هنرمندانو د خطر احساس وکړ او له هېواده د وتلو هڅې یې پېل کړې.

Afghanisches Musikinstrument
خيبر پښتونخوا ته په رسيدلو افغان هنرمندان کې سندرغاړي هم شامل ديانځور: Faridullah Khan/DW

د پښتو ژبې يو شمير سندرغاړي او هنرمندان خيبر پښتونخوا او بلوچستان ته رسيدلي دي خو هلته په رسېدو هم مايوسه شوي. علت یې د کرونا وبا ده. دمګړۍ په دې سيمو کې هم د موسيقۍ پروګرامونه نه ترسره کيږي. په دې وروستيو کې به خپله د خيبر پښتونخوا سيمه ایز هنرمندان افغانستان ته تلل او هلته یې به یې د موسيقۍ په پروګرامونو کې ګډون کاوه. 

په خيبر پښتونخوا کې د «هنر وارثانو» په نوم د هنرمندانو د سيمه ایزې ټولنې مشر شاجهان په دې اړه وويل: «په پېښور کې هم وضعيت ښه نه دی. دلته هم سندعاړي کابو هیڅ روزګار نه لري، موږ له خپلو دوستانو سره په مشورو بوخت يو چې څرنګه د [راکډه شويو] هنرمندانو مشکلات کم کړو.»

نوموړي وويل چې په افغانستان کې يو شمیر نور خلک هم زموږ سره په تماس کې دي او د سرحد پرانيستل کيدو ته په انتظار دي. کله چې هغوی پاکستان ته ورسيږي نو هر ډول مرسته به ورسره وشي.

طالبان: د نجونو او هلکانو صنفونه باید جلا شي

هغه زياته کړه: «له هغه وخت راهيسې چې زموږ هنرمندانو افغانستان ته په تللو پېل کړی وو، نو هغوی به ډېر تشويق کیدل. زموږ کلتور، ژبه او دودونه يو دي. نن که هغوی په مشکل کې وي نو موږ به ورسره د مرستې په موخه هرو مرو يوه تګلاره جوړوو.»

پاکستان او په ځانګړي توګه خيبر پښتونخوا ته د رسېدلو هنرمندانو ستره ستونزه د هغوی هويت دی. پېښور ته رسېدلي يوه هنرمند وويل: «موږ په داسې يوه وضعيت کې له هېواده ووتلو چې نه موږ غوښتل وپيژندل شو. ځکه که هغوی خبر شوي وای چې موږ هنرمندان يو نو ښايي ستونزې مو ډېرې شوې وای. موږ آن خپلې ظاهرې بڼې ته تغير ورکړ او را ووتلو.»

دغه هنرمند زياته کړه: «که څه هم چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې خو موږ داسې احساس کاوه چې په راتلونکي کې به مو کورنيو ته خطرونه متوجې شي.»

فريد الله خان، پېښور

زموږ له آرشيف څخه:

افغان ناروغان او په پاکستان کې د دوی سخت ژوند او ستونزې