1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

هوانوردۍ اداره د افغانستان د فضايی حریم کنټرول ته تیاری نیسي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه

د هوانوردۍ اداره تر ۲۰ کلونو وروسته د افغانستان د فضايی حریم د کنټرول مسؤلیت اخیستلو ته تیاری نیسی. دغي ادارې له ناټو څخه غوښتي، چي د می میاشتي تراولي نیټې پوري د کابل د هوايي ډګر مسؤلیت وروسپاري.

https://p.dw.com/p/3sVyg
Afghanistan Flugzeug Kam Air
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د هوانوردۍ ادارې څو ورځي دمخه په یوه لیک کي د ناټو څخه وغوښتل، چي د همدې عیسوي کال د می میاشتي تر اولي نیټې پوري د دغه هیواد د هوايي حریم د کنټرول مسؤلیت وروسپاري.

د دغي ادرې مرستیال، امانزیب انصاري په تیرو شلو کلنو کي د ناټو پواسطه د افغانستان د هوايي کنترول د مسؤلیت اخیستلو څخه قدرداني وکړه او د نوري ډیري او اوږدې مودې د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

همدا اوس په کابل کي د «حامد کرزي» هوايی میدان په ټوله افغانستان کي ۷۰ فیصده هوايي خدمتونه تر سره کوي او د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اهمیت په سبب د افغانستان د هوايي دروازې حیثیت لري.

Ariana Airlines Flugzueg
انځور: picture-alliance/EPA/S. Sabawoon

په خط کي راغلي دي، چي د افغانستان د هوانوردۍ اداره د فضايي حریم د کنټرول مسؤلیت اخیستلو تجربه لري.

د  ناټو ځواکونو د همدې ۲۰۲۱ م کال په جنورۍ میاشت کي د کندهار د «احمدشاه بابا» هوايي میدان د فضايي حریم د کنټرول مسؤلیت د اول دپاره دغي ادارې ته وسپاره. خو د دغي ادارې په نظر په هغه وخت کي ددغه مسؤلیت انتقال په ډيري عجلې سره تر سره سو.

اوس دغي ادارې ټینګار کړی دی، چي د دغه ډول ورته اشتباه څخه د مخنیوي پخاطر دي ناټو ژرتر ژره د کابل د هوايي ډګر د فضايي حریم د کنټرول مسؤلیت وروسپاري.
آ./م.ق./ا.ا.