«د افغانانو د اخراج پخاطر د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل»
۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبهدغه خبره د جرمني د عوام پاله حزب،AfD مشر، تیو کوپاله تیره پنجشنبه وکړه. هغه وايي، چي ډيپلوماتیک مناسبات «نباید پدې پوري مربوط سي، چي ایا سړی د هغه هیواد جهان بیني هم مني.»
کروپاله چي د خپل حزب د پارلماني فراکسیون د رییس سره په ګډه یې د جرمني د پارلماني انتخاباتو دپاره یو ټیم جوړ کړی دی همدارنګه وویل، چي «راتلونکی خارجه وزیر نباید د اوسني خارجه وزیر هایکوماس اشتباهات تکرار کړي او باید یو مستقلانه خارجي سیاست پر مخ بوزي.»
په خبره یې په کابل کي د جرمني سفارت نباید لکه په لیبیا کي اوه کاله تړلی پاته سي.
طالبانو د تیري سه شنبه په ورځ خپل ۳۳ نفره کابینه معرفي کړه، چي یوه ښځه هم نه وه پکښي او نه هم د نورو سیاسي ګروپونو څخه یو کس.
خارجه وزیر، ماس تر هغه یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت د ممکنه په رسمیت پیژندلو په ارتباط وویل چي: « زه په اوس وخت کي ددې کار داسي یو امکان نه وینم.»
په همدې حال کي ماس د تیري پنجشنبه په ورځ د لیبیا پایتخت طرابلس ته سفر وکړ، تر څو په دغه هیواد کي خپل سفارت تر اوو کالو وروسته بیرته خلاص کړي.