1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کولن ښار په لوډسپيکر کې د آذان امتحاني پروژه پیلوي

۱۴۰۰ مهر ۱۶, جمعه

د آلمان کولن ښار د جوماتونو په لوډسپیکرونو کې د جمعې د لمانځه له پاره د آذان کولو دوه کلنه آزمايشې پروژه پیلوي. په دې ارتباط د جوماتونو له ټولنې سره خبرې شوي دي او دغه پروژه له حقوقي پلوه هم ارزول شوې ده.

https://p.dw.com/p/41R3C
Köln DITIB-Zentralmoschee
انځور: picture-alliance/Arco Images

د آلمان د کولن ښار چارواکو ویلي دي چې جوماتونه د دوی د غوښتنې پر اساس او د شرایطو په مراعاتولو سره کولی شي د جمعې د لمانځه آذان په لوډسپیکرونو کې وکړي.

دغه اذان ته د غرمې له ۱۲ څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې حد اکثر د پنځو دقیقو له پاره اجازه ورکړل شوې ده. د لوډسپيکر له لارې د غږ لوړوالی باید د جوماتونو د موقعیت پر اساس تنظیم شي.

ویل شوي دي مخکې تر دې باید د جوماتونو شاوخوا سیمو ته د معلوماتي پاڼو په وسیله د اذان په هکله خبر ورکړل شوی وي. سربیره پر دې هر جومات یا مسجد باید د اړونده پوښتنو د ځوابولو له پاره یو کس معرفي کړي. 

د کولن ښارواله هنريته ریکر، چې یوه غیر ګوندي سیاستواله ده وویل: «خوشحاله یم چې له دې امتحاني پروژې سره په دې تنوع منونکي ښار[کولن] کې د مسلمانو ښځو او نارينه و مذهبي او مشروع علایق په نظر کې نیسو.» د هغې په وینا دا د مقابل دین او مذهب د آزادۍ منلو نخښه ده چې په اساسي قانون کې تضمین شوې ده.

د «کی ان ای» خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه آزمایشي پروژه به د ښاري ادارې له خوا په دقیق ډول تر نظارت لاندې وي.

په پام کې ده چې وروسته له دوو کلونو څخه به د کولن ښار چارواکي د جوماتونو له ټولنو سره په ګډه د دې دوه کلنۍ پروژې په اړه خپلې تجربې شریکې کړي او بیا به پریکړه وکړي چې آیا په راتلونکي کې هم دې کار ته دوام ورکړي او که څنګه؟

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز