1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

فرانسه: څلور پاکستانیان له ترهګرۍ سره همکارۍ په شک نیول شوي

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

د فرانسې چارواکو د چارلي ابدو دفتر مخې ته د ساتول په وسیله ترسره شوي د برید د قضیې په ارتباط څلور شکمن پاکستانیان نیولي او پر ضد یي دوسیه پیل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3mxYf
Paris Prozess gegen Verdächtige nach Thalys-Angriff 2015
انځور: Francois Mori/AP/dpa/picture alliance

په فرانسه کې د ترهګرۍ ضد ادارې دفتر د جمعې په ورځ وویل چې پر دغو څلور توقیف شویو پاکستانیانو له ترهګرۍ سره د همکارۍ تور لګول شوی دی. د دغو څلورو تنو ځوانانو عمرونه د ۱۹ او ۲۱ ترمنځ ښودل شوي دي.

دغو څلورو پاکستانیانو نه یوازې د چارلي ابدو دفتر مخې ته د برید ترسره کونکي ظهیر حسن محمود سره ارتباط درلود، بلکې دوی نوموړی د دې برید له پاره لمسولی هم وو.

د فرانسوي چارواکو په حواله په ظاهره کې داسې معلومیږي چې دغو ټولو کسانو له دغه ترهګریز برید سره تعلق درلوده. له دې ډلې څخه د دریو تنو پر وړاندې یي اوس دعوی ثبت شوې ده، په داسې حال کې چې د څلورم تن پر وړاندې يې لا پخوا دعوی ثبت شوي وه او تحقیق یي جریان لري.

له دې ډلې څخه دوه شکمن کسان د فرانسې له سویل لویدیځې برخې، دریم یي د شمالي بندرګاه کَن ښار او څلورم تن یي په پاریس کې نیول شوی دی.

د محکمې د چارواکو په حواله دغه څلور تنه د مرکزي مجرم ظهیر حسن محمود هم فکره ول، په داسې حال کې چې د دوی له ډلې څخه یوه یي تر برید یو ورځ مخکې له فرانسې سره خپله کرکه څرګنده کړې وه.

په پاریس کي دوه تنه د چړې په برید کې ټپیان سوي

دا پرمختګ په یوه داسې وخت کې کیږي چې په پاریس کې یوې محکمې یوازې دوه ورځې مخکې د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې د چارلي ابدو پر دفتر له بریدګرو سره د ارتباط درلودلو په تور ۱۳ شکمن کسان مجرم بللي دي.

د سپټمبر په پيل کې چارلي ابدو مجلې یو وار بیا د اسلام د پيغمبر کاریکاتور خپور کړی وو. تر دې درې اونۍ وروسته ظهیر حسن محمود د چارلي ابدو د پخواني دفتر مخې ته د ساتول په وسیله برید کې دوه تنه ټپیان کړل.

ظهیر حسن محمود هم اوس له پولیسو سره بندي دی او د ترهګرۍ تور پرې لګول شوی دی.

ظهیر محمود تر دې برید مخې په یوه ویډیو کې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورنو پر خپرولو خپله غصه څرګنده کړې وه.

شکمن بریدګر د تحقیقاتو پر مهال پلټونکو ته ویلي وو چې تر برید مخکې یي په چارلي ابدو مجله کې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو د دویم ځلي خپرولو په غبرګون کې له پاکستان څخه ترلاسه شوي ویډیوګانې لیدلې وې.

د اکتوبر میاشتې په ۱۶ نیټه یوه چیچنیایي مهاجر د یوه فرانسوي ښوونکي ساموئل پاتې، سر له تنې څخه جلا کړ. نوموړي ښوونکي د بیان د آزادې په ارتباط د تدریس پر مهال په ټولګي کې زده کونکو ته د اسلام د پيغمبر انځورونه ښوولې وو.

دویچه ویله: ش.ن/ خ. ح