1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

متحده عربي اماراتو کې څوک عامه ځایونو ته د تګ اجازه لري؟

۱۴۰۰ تیر ۸, سه‌شنبه

د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابو ظبي کې چارواکو عامه ځایونو ته د تګ له پاره نوي مقررات معرفي کړي دي. د نفتو غني دغه هیواد ویلي دي چې یوازې هغه کسان چې د کرونا پر ضد واکسین شوي وي کولی شي عامه ځایونو ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/3vk2r
VAE Corona-Pandemie | Dubai
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Gambrell

د متحده عربي اماراتو حکومت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۲۸مه) د کرونا واکسین د تطبیق په هدف عامه ځایونو ته د تګ په برخه کې نوي محدودیتونه او مقررات معرفي کړل. د دغه خليجي هیواد په پلازمېنه کې د اګست میاشتې له شلمې نیټې وروسته یوازې هغه کسان چې د کرونا ضد واکسین یې لګولی وي، کولی شي عامه ځایونو ته ولاړ شي.

د معلوماتو له مخې، د اګست میاشتې له ۲۰ نېټې وروسته سترو پلورنځیو، رستورانتونو، کافي شاپونو، د لوبو میدانونو، موزیمونو، د سپورټ مرکزونو، ښوونځیو او پوهنتونوو ته یوازې هغه کسان د تګ اجازه لري چې د کرونا ضد واکسین یې لګولی وي.

د چارواکو په حواله، هغه کسان چې واکسین شوي نه وي، له سوپرمارکیټونو او درملتونونو پرته نورو ځایونو ته د تګ اجازه نه لري. چارواکو د دغه کار هدف د کرونا واکسین ترویج یاد کړی دی.

د ابو ظبي د حکومتي چارواکو په خبره، په دې ښار کې لږ تر لږه ۹۳ سلنه نفوس د کرونا یو ډوز واکسین لګلولی دی. بل لوري ته د متحده عربي اماراتو په بل ستر ښار دوبۍ کې هم د کرونا ویروس له کبله محدودیتونه وضع شوي، خو په دې ښار کې ناواکسین شوي کسان تر اوسه پورې د لوبو مرکزونو او سترو پلورنځیو ته د تګ اجازه لري.

AP, KH/NZ