1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديمنځنی ختیځ

ابوظبي د کنیسې، کلیسا او مسجد یو ګډ مرکز پرانیست

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

په ابوظبۍ کي د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو د بین الادیان یو ګډ مرکز پرانیستل سو. د «ابراهیم د کورنۍ کور» په نامه دغه مرکز کي یو مسجد، یوه کلیسا او یوه کنیسه په مستقلو ودانیو کي ځای پرځای دي.

https://p.dw.com/p/4Ni93
VAE Masdar City - Projekt
انځور: Karim Sahib/AFP

هغوی د گډي استفادې د کنفرانسونو اطاقونه هم لري. د خلیج ورځپاڼي پرون شنبه خبر ورکړی دی، چي د «ټولو انسانانو د پاره د ورورۍ سند» دغي پروژې کار په ۲۰۱۹ م کال کي د عیسویانو د رهبر، پاپ فرانسیسکو او قاهرې د الازهر پوهنتون د امام، احمد الطیب په امضاوو سره شروع سو.

دغه مرکز به د همدې کال د مارچ میاشتي پراوله نیټه د لیدونکو پرمخ خلاص سي. د متحده عربي اماراتو رییس او ابوظبي امیر، شیخ محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان تیره پنجشنبه د دغه مرکز د افتتاح د مراسمو پرمهال متقابل احترام، تفاهم او تنوع د ګډو پرمختګونو د قوت نخښه وبلله. بن زاید وویل، چي متحده امارات د مختلفو اصلیتونو د افرادو د فخره ډکه سابقه لري، کوم چي یو د بل سره همکاري کوي. په ۲۰۲۰ م کال کي اماراتو د اسراییلو سره د سولي یو تړون هم امضأ کړ.

VAE ADNOC Hauptsitz
ابوظبيانځور: Z Jan/PantherMedia/IMAGO

د همدغي ورځپاني په حواله د مختلفو ادیانو ترمنځ د واتیکان د ډیالوگ آمر، کاردینال میگول انگیل ایوسو وویل، چي دغه پروژه د دې د پاره یو مشخص مثال دی، چي څنگه د مختلفو ادیانو پیروان، کلتورونو، عنعناتو او عقیدو درلودونکو انسانانو د پاره حیاتي ارزښت لري، یعني د همنوعانو سره مینه او محبت کول.

پدې ارتباط یو بل مطلب: په متحده عربي اماراتو کې به نور شنبه او یکشنبه رسمي رخصتي وي

د «ابراهیم د کورنۍ کور» طرحه د بریتانوي مهندس، دیوید اجای پواسطه جوړه سوې ده، چي د درو مکعب شکلو ودانیو په ډول یې هره ضلع ۳۰ متره اوږده ده.

دغه درې ودانۍ ظاهرأ سره مشابه دي، خو په هر یوه کي یې د درو ادیانو مذهبي خصوصیات په نظر کي نیول سوي دي. دغه مرکز د ابوظبي په نوې کلتوري ناحیه، جزیره اي سعدیات سیمه کي موقعیت لري.  

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: