1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې له جګړو سره همهاله د سولې هڅې،عبدالله قطر ته ځي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه

افغان چارواکي وايي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر په قطر کې د افغان سولې په تړاو مهمو غونډو کې د ګډون لپاره دوحې ته ځي. ددې غونډو اغیز به څه وي؟

https://p.dw.com/p/3ykw0
Afghanistan Abdullah Abdullah
انځور: Afghanistan Peace Council for National Reconciliation/Xinhua/picture-alliance

ټاکل شوې سبا سې شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۰مه) د افغان سولې ملاتړي هېوادونه پلازمینه دوحه کې ناسته وکړي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري چې اوس په دوحه کې ده، دویچه ویله ته وویل چې دې غونډې ته د مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سربیره د سولې په چارو کې د دولت وزیر سعادت منصور نادري هم ورځي.

نوموړې زياته کړه: «دا ناسته د افغان سولې په برخه کې د افغانستان د همکارو هېوادونو همغږی، د سولې پروسې چټکتیا او د تاوتریخوالي درېدو په موخه رابلل شوې ده.» انوري زیاتوي چې دا ناسته چې د اګست تر ۱۲مې نیټې دوام کوي، د قطر په کوربتوب او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکاری رابلل شوې.

په قطر کې نورې کومې مهمې غونډې کیږي؟

د ملي پیوستون نهضت په نوم ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني دویچه ویله ته وویل چې په قطر کې درې مهمې غونډې کیږي.

هغه وويل:«د امریکا، روسیې او پاکستان درې اړخیزه غونډه، د اروپايي ټولنې جلسه او د ډاکټر صاحب عبدالله او طالب استازو ترمنځ ناسته هم شته.» 

ددې غونډو ډیر جزیات په لاس کې نشته، خو ښاغلی ګیلاني وايي د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ ناستې بې اغیزې نه ده.

چارواکي وايي، عبدالله به په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ترویکا په غونډه کې هم ګډون وکړي.

د افغان ولسمشر یوه پخواني سلاکار طارق فرهادي دویچه ویله ته وویل، اوس امریکا هم د ترویکا غړې ده او داسې ښکاري چې اوس په افغان مسله کې چین او روسیه هم همغږي کیږي. فرهادي زياته کړه:«امریکا، چین او روسیه په یو ډول افغانستان کې د یوه استقرار غوښتونکي دي او هر یو یې خپل دلایل لري، د بیلګې په توګه روسیه او چین نه غواړي افراطیت یې هېوادونو ته مخه کړي او امریکا یو ډول خپل مسؤلیت بولي چې افغانستان کې استقرار وي.»

خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا دا غونډې او سفرونه ډېر اغیزمن نه بولي. د نړېوالو اړیکو شنونکي ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، د جګړې په ډګر کې د طالبانو د دومره بې ساري پرمختګونو تمه نه کېده. هغه زياتوي: «که د طالبانو تېر او اوس ته وګورو طالبانو ته اوس تر هرڅه مهم جګړه ییز پرمختګ دی، د دوی اوس ټوله توجه دې ته ده چې څنګه کولای شي ډېرې سیمې لاندې کړي.»

Katar, Doha | Friedensverhandlung zwischen dem Afghanischen Staat und den Taliban
په پام کې ده چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو څو غونډې ترسره شيانځور: Karim Jaafar/AFP

د چارو ددغه کتونکي پر باور کابل کې هم تر ډیره ادبیات جګړه ییز دي، په دې مانا چې افغان حکومت د مسلې پر پوځي حل تکیه لري.

ښاغلی جلالي زیاتوي چې په دغسې وضعیت کې به دوحې ته د ډاکټر عبدالله سفر او یا د سیمې هېوادونو ناستې ډېرې ګټورې ثابتې نه شي. خو افغان حکومت بیا پر پاکستان د فشارونو ډېرولو غږ کوي.

په ولسي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار اخترمحمد بادیزي دویچه ویله ته وویل، د روانې افغان جګړې مشري تمویل او تجهیز له بهره کیږي. هغه زياته کړه: «مونږ غواړو له پاکستان سره کینو او دا جګړه یو طرفه کړو او یا نړېوال باید په نړېوالو غونډو کې پر پاکستان فشار راوړي او دا د مسلې اساسي حل دی.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان په نیږدې لسو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده.

همدا نن دوشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۹مه) بلخ، سمنګان، کندز او سرپل ولایتونو کې د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي. دغه راز، سویل هلمند او کندهار ولایتونه او لویدیځ هرات او نیمروز ولایتونه د طالبانو د سختو برېدونو شاهد دي.

د هلمند یوشمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې یواځې تېرو شلو ورځو جګړو په دغه ولایت کې تر ۳۰۰ ډېر ولسي وګړي وژلي.

زموږ له آرشيف څخه:

د سولې په مذاکراتو کې باید اسلامي ارزښتونو ته پام وشي