1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د عبدالله عبدالله سفر، افغان سولې ته څه لري؟

۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبه

د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته رسېدلی. د سیمي هېوادونو ته د عبدالله عبدالله سفرونه رسمي پايلې لري که یواځې تشریفاتي دي؟

https://p.dw.com/p/3k6AG
Afghanistan, Kabul I Abdullah Abdullah
د افغانستان د مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture-alliance

د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر ۱۸مه) په تهران کې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتلي دي.

چارواکو ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ په افغانستان کې پر سولې او دایمي ټیکاؤ خبرې شوي. عبدالله عبدالله د خپل سفر د موخې په هکله وايي:

«له ایراني چارواکو سره به د افغانستان پر سوله او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړم.»

دغه جګپوړي افغان چارواکي تردې وړاندې د افغانستان د سولې پرموضوع پاکستان او هند ته هم سفرونه کړي او په پام کې ده چې د مرکزي اسیا نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.

سیمي هېوادونو ته د عبدالله سفر اغیز

د چارو کتونکي د سیمي هېوادونو ته د عبدالله عبدالله پر سفرونو بیلابیلې شننې کوي.

لیکوال او شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله سره په خبرو کې د نوموړي دغه سفرونه ترډیره بریده تشریفاتي وبلل:

«عبدالله د نوي حکومت په تشکیل کې د تېر په څیر اجرائیوي صلاحیت نه لري. د سولې کومه پروسه چې دی یې رهبري کوي هغه به هم ولسمشر سره په تفاهم او د هغه په مشوره پرمخ وړي.»

ښاغلی کاکړ زیاتوي چې دوحي ته د سفر پرمهال نوموړي او له ده سره مل پلاوي ته د پریکړو واک نه و ورکړل شوی. ده وویل، عبدالله به ونه توانیږي چې د افغان سولې په تړاؤ د سیمي او ګاونډیو هېوادونو ملاحظو او اندېښنو ته د افغان حکومت په استازېتوب ځواب ووايي.

ایا د افغان سولې بهیر نوښت د افغانانو په لاس کې دی؟

هاخوا یوشمېر کتونکې پردې اند دي چې اوسمهال د سولې بهیر اصلي واګي او واک د افغانانو له لاسه وتلی، نو ځکه ښايي د عبدالله عبدالله سفر هم د سیمي هېوادونو ته ګټور ثابت نه شي. ناروې کې پخوانۍ افغان سفیرې شکریه بارکزۍ دویچه ویله ته وویل:

« زه فکر کوم چې په په ډيپلوماټیک لحاظ د ډاکټر صاحب عبدالله سفرونه ایران، هندوستان، پاکستان او کېدای شي ازبکستان ته هم ولاړ شي ښه وي، خو که چېرې ووایو چې د دغو هېوادونو ستراتیژي، فکر او نظر به د افغانستان په اړه بدلیږي؟ معلومه خبره ده چې نه.»

دغه پخوانۍ افغان ډيپلوماټه چې ترهغې وړاندې د ولسې جرګې غړې هم وه زیاتوي سره له دې چې ایران په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پرانېست غونډې ته خپل استازی نه و لیږلی خو دغه هېواد په دې وروستیو کې له طالبانو سره ډېرې نېږدې اړیکي پاللې.

د نوموړې پروینا ایران لاهم پردې تورن دی چې طالبانو سره په پوځي او اقتصادي برخو کې مرستې کوي او ان هغو سخت دریځو ډلو ته هم وسلې ورکوي چې په مټ یې غواړي په افغانستان کې خپلو ستراتيژیکي موخو ته ورسیږي.

خو د افغانستان د پارلمان یوه غړي ګل احمد کمین بیا ایران ته د عبدالله عبدالله سفر افغان سولې لپاره اغیزمن وباله. ده په دې اړه دویچه ویله ته وویل:

«د مصالحې عالي شورا د رئیس سفرونه ایران، پاکستان او هند ته زه فکر کوم مفید دي ځکه دا هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې ښکېل دي او ترڅنګ یې باید عربي هېوادونو ته هم سفرونه وشي.»

د پارلمان د دغه غړي پروینا افغان سولې لپاره د سیمي او نړۍ په کچه یوه اجماع رامنځته شوې او اوس باید د دغې اجماع د پياوړتیا لپاره هڅې چټکې کړای شي.

اسماعیل شاکر – کابل