1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوات کې د نا امنۍ پر ضد احتجاج وشو

۱۴۰۳ مهر ۶, جمعه

په مینګوره ښارګوټي کې د سوات قامي جرګې له لوري لویه ولسي غونډه شوې، چې پکې ګډونوالو هلته د ناامنۍ پر ضد او سولې په حق کې شعارونه ورکړل او په خپله سیمه کې یې پخپله د امنیت د ټينګښت هوډ څرګند کړ. دې جلسې ته د قامي جرګې او بیلا بیل سیاسي ګوندونو غړیو ویناوي کړې، چې ټولو په یوه خوله په سوات کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې وغندلې. خدای نور ناصر سوات ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې جوړ کړی دی. 

https://p.dw.com/p/4lB5I