1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳۰۰۰۰ امریکایان د کرونا ممکنه واکسین امتحانوي

۱۳۹۹ مرداد ۷, سه‌شنبه

د کرونا یوه واکسین د جوړولو په خاطر په امریکا کي تر ټولو لوی ټست روان دی. ۳۰۰۰۰ داوطلبه جوړ کسان غواړي د کرونا ممکنه واکسین پرخپلو ځانو باندي امتحان کړي. ویل کیږي د موډرنا شرکت دغه واکسین به ډیر ژر بازار ته راووزي.

https://p.dw.com/p/3g3zd
USA Moderna Tests von Corona-Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/S. Warren

په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس پرضد د یوه ممکنه مساعد واکسین د جوړولو په خاطر په امریکا متحده ایالاتو کي د اعتبار وړ موادو امتحانول په یوه ښه مرحله کي دي. د تجربې په دغه دریمه مرحله کي به دا وازمایل سي، چي ایا یو واکسین به واقعأ هم د کرونا په مقابل کي سړی وساتلای سي. د جورجیا ایالت د ساوانا په ښار کي لمړني کسان د امریکايي کمپنۍ، موډرنا د کرونا ضد مواد امتحانوي.

د امریکا متحده ایالاتو ایمونولوجست او حکومتي مشاور، انتوني فوسي د یوې«تاریخي حادثې» څخه خبره کوي. په خبره یې ددغه ټست نتایج امکان لري د همدې کال په نوامبر میاشت کي وړاندي سي.

دغه ازموینه د امریکا په ۸۹ ځایو کي تر سره کیږي او دغه ۳۰۰۰۰ کسان پر دوو ګروپو باندي تقسیمیږي: یو ګروپ واکسین اخلي او هغه بل پلاسیبو. په دې معنی چي دواړه ګروپونه یو د بل څخه خبر نه دي، چي څوک واکسین او څوک یو عادي تسکین ورکونکې دوا (پلاسیبو) اخلي، چي شاید هیڅ تأثیر هم و نه لري، خو هغوی یې رواني تأثیرات ګوري، چي پرهغوی باندي د دواو تر اخیستلو وروسته څه تأثیر کوي.

USA Trump Coronavirus
انځور: picture-alliance/CNP/AdMedia/K. Dietsch

د فوسي په خبره په دغه ازموینه کي باید دا معلومه سي، چي یو واکسین به د کرونا ویروس مخنیوی وکړي او څونه به یې تر اخیستلو وروسته بدن مقاومت وکړي؟ په دغه ازموینه کي به ټست کونکي کسان د ۲۸ ورځو په فاصله کي دوه واري واکسین او دوأ اخلي.

تر اوسه پوری ټستونه کامیابه وه

د تر اوسه پوري پرلاري اچول سوي ټستونه، کوم چي د موډرنا شرکت په موادو باندي تر سره سوي دي، د امریکا د صحي مقاماتوNIH په حواله کامیابه وه او په بدن کي یې د کرونا ویروس ضد مقاومت جوړ کړی دی. ویل کیږي، چي د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۵۵ کلنو پوري ۴۸ ګډون کوونکو کي تراوسه پوري ډیر جدي جانبي عوارض نه دي رامنځته سوي.

ټست کوونکو ته، چي د RNA واکسین دوه انجکشنونه ورپیچاري سوي وه، په بدن کي يې ډیر خنثی کوونکئ مقاومت جوړ سوی، نسبت هغه کسانو ته چي په کرونا ویروس اخته سوی وه.

د امریکا د صحي مقاماتوNIH رئیس، فرانسیس کالینس خوشبیني ښکاره کړې ده، چي د کرونا یو واکسین به ډیر ژر په اختیار کي ورکول سي. هغه اطمینان ورکړ چي د واکسین په جوړولو کي پر «بې سابقې عجلې» سربیره به د خلګو صحت ته ضرر ونه رسیږي او هغه به لومړیتوب ولري.