یو وار بیا په ډله ېېز شکل له آلمان څخه مهاجر اخراجیږي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبهیو وار بیا یعنې د پنځم ځل له پاره له آلمان څخه په ډله ېېز شکل خپل هیواد ته د افغان مهاجرو اخراج پلان شوی دی. په دې ډله کې ۵۰ تنه هغه افغان مهاجر شامل دي چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه رد شوي دي.
د افغانستان د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو وزارت د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د سه شنبې په ورځ به له آلمان څخه د افغان مهاجرو لیږدونکې الوتکه پلازمېنې کابل ته ورسیږي.
د «پرو ازول» په نوم له مهاجرو څخه د ملاتړ آلماني سازمان د څرګندونو له مخې، ټاکل شوی ده چې د افغان مهاجرو دغه لیږدونکې الوتکه په آلمان کې د مونشن ښار له هوایې ډګر څخه د کابل پر لور پرواز وکړي.
مخکې تر دې د مارچ میاشتې په پای کې د څلورم ځل له پاره په ډله ېېزه توګه هغه افغان مهاجر کابل ته استول شوي ول چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ ترلاسه کولو له پاره وړ شرایط نه درلودل.
«پرو ازول» یا د مهاجرو د ملاتړ آلماني سازمان د کابل پر لور د هغو پروازونو لړۍ د بندولو غوښتنه کوي چې افغان مهاجر په کښې بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. د دغه سازمان له نظره افغانستان په هیڅ وجه یو امن هیواد نه دی.
د مهاجرو د ملاتړ دغه آلمانۍ سازمان په دې اړه په بلخ ولایت کې د طالب جنګیالیو له خوا پر۲۰۹ شاهین قل اردو برید ته اشاره کوي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰۰ انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
زموږ له ارشیف څخه د موضوع اړوند انځویز رپوټ :