یو مهاجر تر اخراجیدو وروسته څنګه بیرته المان ته راغی؟
۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبهد جرمني د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چي د یوې لبنانۍ قبیلې مشر، ابراهیم میري چي یو متکرر مجرم دی او په غیر قانوني ډول سره دغه هیواد ته راغلی ؤ، نن تر غرمې مخکي (د نومبر میاشتي ۲۳ مه نیټه) د جرمني د بریمن ښار څخه خپل هیواد ته اخراج سو.
د بریمن اداري محکمې د دغه کس د پناه غوښتني عاجله عریضه رد او په دې ډول سره یې د هغه د اخراج له پاره زمینه برابره کړه. د محکمې په حکم کي راغلي دي، چي د ده په اړه د مهاجرت او پناه غوښتني د ادراې په منفي تصمیم کي«هیڅ شک» نه سته. دا ځکه چي هغه په جرمني کي د عامه نظم له پاره یو خطر جوړوي. په لبنان کي هم د ده د ژوندانه له پاره کوم خاص خطر موجود نه دی.
میري په ۱۹۸۶ کال کي په جرمني کي د پناه غوښتنه ورکړې وه او د ۱۹۸۹ کال څخه تر ۲۰۱۴ م کال پوري په غلا، چور او چپاول، مخدره موادو او نورو کي د لاس درلودلو په سبب د محکمې له خوا محاکمه سوی او مجرم پيژندل سوی ؤ.
په دې دلیل هغه د څلورو کلونو راهیسي لبنان ته په وتلو باندي مکلف ؤ او د همدې کال په جولای کي بیروت ته اخراج سو. خو په اکتوبر میاشت کي بیرته جرمني ته راغی او بیا یې د پناه غوښتنه وکړه. نوموړی اوس بیرته اخراج سو.