1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو آلمانی د اسلامي خولۍ پر سر کولو له امله وهل ټکول شوی

۱۴۰۲ مهر ۴, سه‌شنبه

يو آلمانی سړی چې اسلامي خولۍ یې پر سر کړې وه، په برلین کي پرې نامعلومو کسانو بريد کړی دی. ویل کیږي چې دا کس مسلمان نه دی خو ظاهراً له اسلام سره د دښمنۍ پر اساس تر برید لاندې راغلی او روغتون ته وړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Wp7v
د برلین پولیسو انځور
د برلین پولیسو انځورانځور: Global Travel Images/picture alliance

د برلین ښار پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، یو ۳۴ کلن نارینه چې اسلامي خولۍ یې پر سر وه، د دغه ښار په نوي کلن سیمه کې د مذهبي توکم پالنې د انګیزې له امله د دوو کسانو له خوا تر برید لاندې راغلی.

پولیسو ویلي دا سړی پخپله مسلمان نه دی یواځي ېې د فیشن په توګه اسلامي «د لمانځه خولۍ» پر سر کړې وه.

د پولیسو په وینا دې سړي د یکشنبې په ورځ په یوه رسټورانټ کې د بیر اخیستلو غوښتنه کړې وه چې سمدسې ېې دوه تنه څنګ ته راغلي وو او په سوکانو ېې پر مخ او د بدن پر نورو برخو وهلی او خولۍ ېې ترې له سره ایسته کړې ده.

د دغه سړي په وینا برید کوونکي ورته ویلي چې مخکې ېې باید فکر کړې وای چې څه ډول خولۍ پر سر کړي. برید کونکي د خولۍ تر اخیستلو وروسته تښتیدلي دي.

یاد سړی د ماتی پوزې، څیري شونډانو او ماتو غاښونو سره روغتون ته لیږدول شوی. د دې پېښې په اړه د پولیسو څېړنې دوام لري