یوې ځوانې جوړې خپل د واده د مراسمو مصارف پر بی وزلو ویشلي
۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبهمهدي دیوان او خاطرې اکبري د پنجشنبې په ورځ ګډ ژوند پيل کړ. دوی ادعا کوي هغه پيسې چې ټاکل شوې وه خپل د واده په مراسمو کې یې ولګوي، بی وزلو او فقیرانو ته ورکوي.
ناوې او زوم دواړه محصلین دي او ډیر عاید هم نه لري. له همدې امله یي تصمیم نیولی وو چې د خپل واده مراسم به په کور کې او د کورنۍ د غړو ترمنځ د کوچنیو مراسمو په ترڅ کې ترسره کوي او هغه څه چې لري هغه به په بی وزله کسانو وویشي.
مهدي واي چې ده او میرمنې یي خاطره نه غوښتل دا خبره رسنیو ته ورسیږي، خو د هغه متن په وسیله چې د خپلو دوستانو د خبرولو له پاره یي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو د فیسبوک د یو شمیر کارونکو او رسنیو پام يي ځاته را واړوه.
دغه نوې جوړه وایي په اوسنیو شرایطو کې چې د کرونا ویروس په ټوله نړۍ او افغانستان کې خپور شوی دی پریکړه یي وکړه چې له ډير لګښت او لویو مراسمو جوړولو څخه ډډه کوي.
مهدي دیوان دویچه ویله ته وویل: «د خپل توان په اندازه مو چې لرل ما او خاطرې تصمیم ونیوه چې په کمو مصارفو واده وکړو او خپل د واده د مراسمو پيسې پر بې وزلو او فقیرو کورنیو باندي تقسیم کړو».
مهدي وايي چې دا پریکړه یې له ډیرو مخالفتونو سره هم مل وه. دیوان زیاتوي: «مونږ ژمن وو چې د هغو کسانو په مقابل کې خپل مسئولیت ادا کړو چې د قرنطين په شپو ورځو کې د خوراک له پاره ډوډۍ نه لري».
دوی وایي په پام کې لري چې د ۴۰ اړینو او بی وزله کورنیو له پاره د شاوخوا ۸۰۰۰۰ افغانیو اوړه واخلي او دا بهیر یې پيل کړی دی.
خاطره اکبري په دې هکله وایي: «مونږ خوشحاله یو چې حد اقل د څو اړینو کورنیو لاسنیوی مو وکړ او پخپله مو هم ګډ ژوند پيل کړ».
دغه ځوانه جوړه له ټولو هغو کسانو چې مالي توان لري غواړي په داسې بحراني شرایطو کې له اړينو کسانو سره مرسته وکړي.
په عین وخت کې یوې بلې جوړې هم د خپل واده د مراسمو مصارف په کابل کې د سړک د غاړي پلورونکو(دست فروشانو) ته تحفه کړی دی.
د کرونا ویروس خپریدو په افغانستان کې د خلکو پر اقتصاد ډیره ناوړه اخیزه کړې ده. د دې ویروس د خپریدو د مخنيوي له پاره د وقایوي اقداماتو په عملي کیدو سره د هغو له جملې څخه د مکاتبو او دولتي ادارو رخصتیدل، د خلکو قرنطين او د ورځني کار او فعالیت دریدل د دې سبب شوی دی چې شاوخوا ۵۰۰ زره کورنۍ په افغانستان کې د خپلو اولیه ضرورتونو د پوره کولو توان هم نه لري.
شکیلا ابراهیمخیل/ش.ن/ق.ن
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: