1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه ځوانه پولنډۍ نجلۍ څنگه په افغانستان کي پاته سوه؟

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

د علم او پوهي سره د میني په سبب دغه ځوانه پولنډۍ د خپل سیاحت د ادامې څخه تیره، دغور په یوې لیري ولسوالۍ کي پاته او هلته کوچنیانو ته درس ورکوي. داچي ایا هلته پاته کیدل یې هدف ؤ او که تصادف، کیسه یې دلته ولولۍ.

https://p.dw.com/p/3UrNa
Monica polnische Lehrerin in Afghanistan
مونیکا د د لعل او سرجنگل د ولسوالۍ د خلگو او کوچنیانو په منځ کيانځور: Akramy

د مونیکا په نامه دغه ځوانه پولنډۍ نجلۍ کوچنیانو ته د درس ورکولو سره ډیره علاقه لري. دا ۱۵ کاله کیږي ، چي په سیاحت اخته ده او د دنیا ډیرو هیوادونو ته یې سفرونه کړي دي. خو اوس یې په يوه ډیر لیري او جنگ ځپلي هیواد، افغانستان کي ی د پاته کیدو عزم کړی دی او هلته نجونو او هلکانو ته د انگلیسي ژبي درس ورکوي.

مونیکا اوس د سهار څخه تر غرمې پوري معلمي کوي او ۱۳۰ کوچنیانو ته د «رهنورد نور» په مکتب کي سبق ورکوي. د غرمې څخه تر ماځیگر پوري بیا ۴۰ فعالو اجتماعي، فرهنگي او هنري نوو ځوانانو او ځوانانو ته مفت درس ورکوي.

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan
مونیکا د غور په محلي کالو کيانځور: Akramy

مونیکا د لعل او سرجنگل په ولسوالۍ کي په یوه ډیره ساده اطاق کي ژوند کوي. دري ژبه یې هم تر ډیره حده پوري زده کړې ده او خپل مشکل په حلولای سي. پوړنئ پر سر کوي او اسلامي او افغاني رسم ورواجونه مراعتوي. مونیکا خپل سفر د کابل ،بامیان او بدخشان څخه شروع او بلاخره د غور د لعل وسرجنگل ولسوالۍ ته ورسیدله.

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan
مونیکا غواړي ددرس ورکولو د لاري د افغانستان سره کومک وکړي.انځور: Akramy

دا پوهیږي، چي د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی،  خو ددغي ولسوالي خلگ ډیر ارام او د علم او پوهي شوقیان دي. دا وايي، چي « په کابل ، هرات، بلخ او یا بامیان کي خارجي مؤسسې فعاله دي او ضرورت نسته چي هلته کار وکړي، خو دلته هیڅ خارجیان نه سته او غواړي د کوچنیانوسره کومک وکړي. ځکه یې نو دغه ځای انتخاب کړی دی. »

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan
مونیکا شاگردانو ته د درس ورکولو عصري میتودونه ورښييانځور: Akramy

دا چي د افغانانو د کلتور او ژوندانه د طرز معلومولو او تحقیقاتو په خاطر افغانستان ته راغلې وه، د فیروز کوه د لاری څخه د تیریدو پر مهال یې تصمیم ونیوی، چي د دغه ولایت د لعل او سرجنگل په ولسوالۍ کي پاته او هلته کوچنیانو ته درس ورکړي.