1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه المانۍ مسلمانه په فرانسه کي نیول سوې ده

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

یوه ۳۱ کلنه آلمانۍ مسلمانه له دورتموند څخه پاریس ته پر لاري د ترهگرۍ په شک نیول سوې ده. دغه خبر د آلمان د دوسلدورف لوی څارنوالۍ هم تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/3QzHe
Frankreich - Polizei - Sicherheit
انځور: picture-alliance/UPI/M. Vidon-White

دغه ښځه چي اصلاً په دورتموند کي اوسیږي او پر میړه باندي یې شک کیږي، چي له داعش سره مرسته کوي، نن چهارشنبه (د اکتوبر نهمه) نیول سوې ده. داچي اصلأ عیسوۍ وه، څه موده مخکي مسلمانه سوې وه.

د یوه الماني ټلویزوني چینل(SWR ) په حواله کله چي دغي ښځي غوښتل په پاریس کي د یوې ملگري سره وویني، د فرانسوي امنیتي مقاماتو له خوا د یوه بس څخه راکښته او بیا ونیول سوه.

دغه ښځه پخوا هم د آلمان امنیتي چارواکو پيژندله. پر دې باندي پخوا هم د ترهگري سازمانو سره د ملاتړ په خاطر تحقیقات روان ول. ځکه چي دې خپل میړه ته په محبس کي پیسې ورکولې. خو دا چي دې کار پر ترهگرۍ باندي دلالت نه کاوه، نو تحقیقات یې هم بند سول.

د دوسلدورف د لوی څارنوالۍ په حواله دا د یوې اسلامپالي په حیث هم نه وه درجه بندي سوې. د فرانسې امنیتي چارواکو هم تر اوسه پوري د دې د بندي کیدو دلیل نه دی ویلی.