1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: په افغانستان کې پر ښوونځیو بریدونه درې برابره شوي

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

یونیسف په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې پر ښوونځیو باندي بریدونو کې ډیروالی، یو بشپړ نسل له تعلیم څخه راګرځوي. د طالبانو او داعش له لوري ګواښ په دې معنی دی چې په سلونو ښوونځي تړلي پاتې شي.

https://p.dw.com/p/3JGkb
Afghanistan Schule für ehemalige Straßenkinder
انځور: picture-alliance/dpa/V. Melnikov

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف، د سه شنبې په ورځ په خپل رپوټ کې خبرداری ورکړی دی چې په ۲۰۱۸م کال کې پر ښوونځیو بریدونه کابو درې برابره ډیر شوي دي.

د یونیسف د رپوټ له مخې په ۲۰۱۸م کال کې پر ښوونځیو باندې ۱۹۲ بریدونه شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷م کال کې بیا دغه شمیر ۶۸ ته رسیده.

د یونیسف اجرائیه مشرې هینریته فور، ویلي دي: «په افغانستان کې تعلیم تر برید لاندی دی. پر ښوونځیو بې معنا بریدونه، د معلمانو وژل، ټپي کول او تښتول او همداشان د تعلیم پر وړاندې ګواښونه د ماشومانو د یوه بشپړ نسل هیلې او خوبونه له منځه وړي.»

د یونیسف په وینا په بریدونو کې د زیاتوالي یو احتمالي علت دا کیدای شي چې د تیر کال په پارلماني ټاکنو کې له ښوونځیو څخه د رای اچولو د مرکزونو په توګه استفاده شوې. دغه بریدونه په لومړي سر کې ټاکنو ته متوجه وو.

تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي تړلي دي

یونیسف په خپل رپوټ کې دې ته اشاره کړې ده چې په افغانستان کې په چټکه توګه د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله د افغان حکومت په وینا د ۲۰۱۸م کال تر پایه پورې تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي باید تړل شوی وی. خو ښایي غیر رسمي ارقام تر دې هم لوړ وي. د یونیسف په وینا دغه څه د نیم میلیون ماشومانو ښوونځي ته د لاس رسي مخه نیسي.

Afghanistan Schulmädchen
په کندهار کې د نجونو يو ښوونځيانځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

تر ټولو زیات طالبان تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې د ښوونځیو له کنترول څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي، څو پر حکومت خپلې غوښتنې ومني او یا هم ترې غچ واخلي.

۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي

د اټکلونو له مخې ۳،۷ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۷ او ۱۷ کلونو تر منځ دي په منظم ډول له رسمي تعلیم څخه بې برخې دي. دغه شمیر ښوونځي ته په تګ د مکلفو ماشومانو نیمایي برخه جوړوي.

 د یونیسف د رپوټ له مخې په تیر کال کې د طالبانو، القاعدې او همداشان داعش پر ضد جګړه، مخ پر زیاتیدونکي بې وزلي او همداشان د نجونو پر وړاندې د تبعیض دوام د دې سبب شوی چې له ۲۰۰۲م کال وروسته یو ځل بیا کم ماشومان ښوونځیو ته ولاړ شي. د دغه ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې دي.

له افغان حکومت او نورو شریکانو سره د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر دې کار کوي چې په ناحیو یا ولسوالیو کې د روزنې غیر رسمي امکانات برابر کړي. د دې د مخې په اړونده ټولنیزو مرکزونو او یا هم شخصي کورونو کې تدريس بايد شوي، څو ښوونځي ته پر خطرناکه لار له سفر څخه ډډه وشي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ په هسپانیه کې د «خوندي ښوونځيو» تر نامه لاندې د دریم نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه په ټینګار وغوښتل، چې د نړۍ په کچه پر ښوونځیو بریدونه ودروي او په وسلوالو کړکیچونو کې ښوونځي او تعلیمي تأسیسات خوندي وساتي.

se/ml sr/bs (kna, dpa, rtr)

زموږ له آرشيف څخه؛