1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان کې د اور لګیدنې د قربانیانو شمیر ۲۱ ته رسیدلی

۱۴۰۲ شهریور ۴, شنبه

په یونان کې د ځنګلي اورونو له کبله د تلفاتو شمیر د جمعې په ورځ ۲۱ کسانو ته لوړ شوی او لا هم د اور د قابو کولو له پاره هڅې روانې دي. چارواکو په سوځیدلې سیمه کې د نورو جسدونو د موندلو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Vbb7
Griechenland | Waldbrände auf Rhodos
انځور: SPYROS BAKALIS/AFP/Getty Images

د یونان د اور وژنې عملې د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې دوی د ایوروس په نامه سیمه کې چې نیږدې یوه اونۍ مخکې یې پکې ځینې سوځیدلې جسدونه موندلي وو، د یوه بل کس جسد هم موندلی دی. په یوه بله پیښه کې د تیرې اونۍ په لومړیو کې ترکیې ته نیږدې د ۱۹ کډوالو سوځیدلي جسدونه موندل شوي وو. هغه مهال هم ځینو یوناني چارواکو خبرداری ورکړی وو چې ښايي په سیمه کې ځینې نور کډوال هم بند پاته وي.

یونان کې د اور لګیدنې د قربانیانو شمیر ۲۱ ته رسیدلي
یونان کې د اور لګیدنې د قربانیانو شمیر ۲۱ ته رسیدليانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د یونان دغه سیمه له ترکیې څخه اروپايي هیوادونو ته د تلونکو کډوالو له پاره یوه مهمه سیمه شمیرل کیږي. د یونان د حکومت یوه ویاند پاولوس ماریناکیس یوې خبرې غونډې ته وویل چې «د هوا اړوند د معلوماتو د راټولولو د پیل راهیسې، یونان اوسمهال د اقلیمي بدلون له کبله اغیزمن شوی تر ټولو سخت کال تجربه کوي.» د نوموړي په وینا د تیرې اونۍ په جریان کې اور وژونکو د اور د تازه ۵۱۶ پیښو مخینوی کړی دی.

د یونان د ایوروس په دغه سیمه د کابو یوې اونۍ راهیسې ځنګلي اورونه بل شوي چې له کبله یې ډیر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي او ښايي دغه شمیرې لا پسې لوړې شي.