1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د غیرقانوني مهاجرت پر ضد نوي اقدامات اعلان کړي

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

یونان د غیرقانوني مهاجرتونو پر ضد د مبارزې د لا سختولو په موخه یو درې مرحله یي پروګرام اعلان کړی چي پکښې د سرحدونو د کنترول سختول، د اقتصادي مهاجرو او پناه غوښتونکو ترمنځ تفکیک او د مهاجرو د مرکزونو کنترول شامل دي.

https://p.dw.com/p/3dGET
Türkei Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
انځور: picture-alliance/NurPhoto/D. Cupolo

د یونان د مهاجرت د چارو وزیر نوتیس میتاراچي د یونان د«سي ان ان» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د هیواد د سرحدونو د کنترول موضوع به همداسې د حکومت په کاري لومړيتوبونو کې پاتې شي.

هغه وویل: «په تیرو دریو میاشتو کې د پوځ، پولیس او ساحلي ساتونکو د هڅو په مرسته، د مهاجرت څپه تر ۹۰ سلنه هم ډیره کمه شوې ده.»

نوموړي زیاته که څه هم دغه کمښت تر یوې اندازې په ګاونډیو هیوادونو کې د کرونا وبا له امله رامنځته شوی وو، خو د یونان قاطعیت، په دې برخه کې اساسي رول لوبولی دی.

نوتیس میتاراچي، وویل چې یونان یو «بی دروازې بڼ نه دی» او حکومت به د خپل ځمکني او سمندري سرحدونو څخه حفاظت وکړي او د سرحدي پولو تر بیرته خلاصدو وروسته به هم دغه کوښښونه جاري وساتي.

غیر دولتي سازمانونه په پرله پسې ډول پر یونان تور لګوي چې هغه غیر قانوني مهاجر کوم چې غواړي د اوبو له لارې دغه هیواد ته ننوځي بیرته ترکيي ته استوي.

په می میاشت کې مهاجر نیوز د یوه کانګویي مهاجر د بیرته ستنونې داسې یوه ویډیو ترلاسه کړه چې پخپله د همدغه پناه غوښتونکي له خوا ثبت شوې وه.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې د یونان ساحلي ګارد یوه کښتۍ کوښښ کوي د دغه کانګویي مهاجر لیږدونکي وړه کښتۍ د ترکیي ساحل پر لور بیرته ستنیدنې ته مجبوره کړي.

پر وړاندې موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د مهاجرو د حقونو فعالان وایي چې د جون میاشتې په دویمه ورځ د یوې وړۍ کښتۍ د ماشین د انفجار په نتیجه کې هغه پنا غوښتونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په دغې کښتۍ کې سپور وو. په کښتۍ کي سپرو کسانو هڅه کړې وه ځانونه د ساموس ټاپو سواحلو ته ورسوي، خو د یونان ساحلي ساتونکو یې مخه ونیوله.

د یونان د مهاجرت وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په دویم ګام کې به د هغه په خبره د دغو مهاجرو د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر په چټکولو سره «واقعي پناه غوښتونکي له اقتصادي پناه غوښتونکو څخه جلا کړي.» د هغه په خبره په دې وروستیو دریو میاشتو کې د پناه غوښتونکو په اړه د پریکړو شمیر درې برابره زیات شوي دي.

نوتیس میتاراچي وویل چې په دریم ګام کې په پام کې ده چې د مهاجرو د هرکلي له پاره «کوچني، خو لازیات ډاډمن مرکزونه» رامنځته کړای شي، د بیلګې په توګه د اتن په درې کیلومترۍ کې د مالاکاسا کمپ به په راتلونکو اونیو کې لومړني مرکزونه وي چې داخلیدل به ورته کنترولیږي.

یونان د ۲۰۱۹م کال په پای کې د دغه هیواد په ټاپوګانو کې د تړلو کمپونو طرحه معرفي کړې وه، خو د سیمې د اوسیدونکو او سیمه ایز چارواکي مخالفت د دې سبب شو چې دغه طرحه عملي نه شي.

دویچه ویله: ش.ن/ ګ. پ