یونانیان عادي حالت ته د ورتگ هیله لري
۱۳۹۴ تیر ۲۸, یکشنبهداد کابینې تر بدلون وروسته د صدراعظم الکسیس څیپراس دنوې کابینې لمړنی پریکړه وه :د دوشنبه په ورځ به تر دروو اوونیو وروسته بانکونه بیرته خلاص سي . ددې لپاره چی د بانکي راکړې ورکړې په کنټرول کي د خلگو ستونځی یو څه راکمي سي ، په راتلونکی کی خلک کولای سی د بانکونو د اتومات ماشینانو څخه په يوه اوونی کي په یوه واری تر ۴۲۰ یورو پوري راوباسي .تر اوسه پوري خلکو کولای سول ، د ورځي تر ۶۰ یورو پوري راوباسي ، چی دا کار داوږدو قطارونو د جوړیدو سبب سوی و . ددې بیری څخه چي یونان به د یورو د زون څخه وایستل سي ، ډیرو شرکتونو او اشخاصو په ملیارډونو یورو د خپلو بانکي حسابونو څخه ایستلې وې .
صدراعظم الکسیس څیپراس خپل کابینه تر هغه وروسته تغیر کړه ، کله چي دده د گوند داخلی منتقدینو د پیسه ورکونکو نړیوالو مؤسسو لخوا غوښتل سوي د سپما او اصلاحاتو د پروگرام پر ضد رايي ورکړې . څیپراس وکولای سول په پارلمان کي یوازي د اپوزیسون په ملاتړ ددغه پروگرام په پلوي رايی تر لاسه کړي .
د تړون د شرایطو لپاره مبارزه
د څیپراس یو نژدې کس او د انرژی نوی وزیر سکور لېټیس وویل ، چي د کابینې په بدلون سره حکومت ځان د نوو واقعیتونو سره عیار کړ. د کار د وزیر په توگه دده ځای ناستي گیورگ کاتروگالوس بیا د پور اخیستلو د پروگرام پر سر د سختو او جدي خبرو اترو اعلان کړی دی . هغه ویلی دی ، «زموږ هدف دادی ، چي فقط یو عادی تړون لاسلیک نه کړو ، بلکی د هغه د شرایطو لپاره هم مبارزه وکړو .»دده په خبره د تړون په متن کي ډیر مجهول شرایط موجود دي. خو یو تړون باید عادلانه وي .
په نوې دریمه کومکي بسته کي، چی ورباندي په اساس کی پخوا لا موافقه سوې وه ، د تر اوسه پلان له مخې به ددرو کلونو لپاره ۸۶ ملیارډه یورو قرضه شامله وي .ددې لپاره چی د هغه پر جزییاتو باندي خبري وسی ، نو ورته څو اوونی په کار دي . خو تر هغه وخته پوري یونان د اروپايي ټولني د صندوق څخه په مؤقتي ډول پیسې تر لاسه کوي .ځکه چي د یونان دولتي خزانه کاملأ تشه ده .
د تگلاري پر تغیر سربیره محبوبیت
که څه هم څیپراس دده په خبره پر دې باندي معتقده نه دی ، چی د سپما او اصلاحاتو پروگرام به د هغه هیواد د بحرا څخه راوباسي ، خوسربیره پر دې هغه غواړی دغه پروگرام پلی کړی . د بلی خوا په کابینه کي پر تغیراتو راوستلو سربیره دهغه محبوبیت په ټولنه کی راکم سوی نه دی . د یوې ورځپاڼې "Efimerida Ton Syntaknon"له خوا نشر سوې نظر پوښتنه کي دده کیڼ اړخی گوند «سوریڅا» ۴۲،۵فیصده رايی لري . په دې ډول نو څيپراس کولای سي ، د نوو انتخاباتو په صورت کي په پارلمان کي مطلق اکثریت په لاس راوړي . تر ټولو لوی اپوزیسون گوند«نیادیموکراټيا-Nea Dimokratia»په اوس وخت کي یوازي ۲۱،۵ فیصده رايی تر لاسه کړی دی . ددغي نظر پوښتني له مخی ۷۰ فیصده پوښتل سوو کسانو د نوی مرستندویه پورگرام په پلوی رایی ورکړي دي .
DW.COM