1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یونان په یوه ورځ کې دغه هیواد ته د ۱۵۰۰ کډوالو مخه نيولې

۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبه

د یونان امنیتي ځواکونو ویلي دي چې په یوه ورځ کې یې دغه هیواد ته د ۱۵۰۰ کډوالو د داخلیدو مخه نیولې ده. یونان وایي دا په یوه ورځ کې یو لوی شمیر دی او دغو کسانو غوښتل د ماریتسا سیند (ایوروس) له لارې یونان ته ننوځي.

https://p.dw.com/p/4Foyj
Griechenland Lesbos | Umzug in neues Migranten-Lager
د آرشیف انځور - د یونان په لیسبوس ټاپو کې مهاجرینانځور: Elias Marcou/Reuters

د یونان د اتباعو د ساتنې وزیر تاکیس تیودوریکاکوس د شنبې په ورځ سکای نیوز ته وویل چې د پنجشنبې تر ورځې پورې شاوخوا ۱۵۰۰ مهاجرو یونان ته د رسیدو هڅه کړې ده. پر دې سربېره پولیسو په دې تړاو ۶۰ احتمالي قاچاقبران هم نیولي دي.

اتن په جدي ډول هڅه کوي چې له ترکیې څخه د ځمکې او سمندر له لارې یونان ته د کډوالو د راتګ مخه ونیسي. بشردوستانه سازمانونه دا عمل غیر قانوني بولي.

یوناني چارواکو ویلي دي چې یو زیات شمیر مهاجر چې له سمندري پولو څخه په تیریدو بریالي شوي د ترکیې د ساتونکو له خوا یونان ته رسیدلي دي.

د یونان حکومت غواړي د مهاجرو د زیاتیدو له کبله د دغه هیواد په شمال ختیځ کې له ترکیې سره پوله تقریباً په بشپړه توګه بنده کړي.