یوناما د سولې په برخه کې د دیني عالمانو پر نقش ټینګار کوي
۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما د سولې په راوستلو کې د دیني علماوو پر نقش ټینګار کوي. یوناما په دې وروستیو کې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د سولې په بهیر کې د علماوو د نقش د پیاوړي کولو له پاره د شاوخوا ۳۰۰ دیني علماوو په ګډون سره یو لړ غونډې رابللې وې.
د یوناما له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي په سلهاوو دیني علماوو او قومي مشرانو په دغو غونډو کې د سولې اړوند په بحثونو کې ګډون کړی دی. د افغانستان په جنوب کې د اعظم خان په نامه یوه قومي مشر د یادې غونډې په هکله ویلي: «د مختلفو نظریو باوجود، موږ ټول سولې ته تږي یوو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما په دې باور ده چې په افغانستان کې دیني علماوو ته ځانګړی درناوی شته او د جوماتونو ملا امامان په ټولنو کې د پریکړو او همدا راز د ستونزو د حل په برخه کې مهمه ونډه لري، نو له دې کبله دوی د سولې په تأمین کې هم مهمه ونډه لرلای شي.
د یوناما په اعلامیه کې د مولوي عبید الله اخندزاده په حواله راغلي: «که چیرته موږ [دیني عالمان] د سولې په راتګ کې مرسته ونه کړو، هیڅکله هم سوله نه شي راتلی.»
بل لوري ته د هلمند ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد داوود مدقق چې د دې غونډې یو له ګډونوالو څخه وو، دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان خلک د ملا امامامو پر خبرو او څرګندونو باور او اعتماد لري نو له دې کبله «د سولې د تامین په برخه کې د دیني علماوو نقش اساسي دی.» نوموړی وايي چې د سولې په هڅو کې په ځانګړې توګه په هلمند کې د سولې د کاروان په جوړولو کې دیني علماوو مهم نقش لوبولی دی.
د مولوي انصاري څرګندونې شخصي دي
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د جامع جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري څرګندونو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې د امر باالمعروف د ادارې او د میرمنو د حجاب په هکله څرګندونې کړې وې چې له کبله یې یو شمیر افغانانو ملاتړ او یو شمیر نورو یې مخالفت وکړ.
د هلمند د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد داود مدقق، د مولوي انصاري یادې څرګندونې شخصي وبللې او وايي چې په هلمند ولایت کې دینې علماوو د نوموړي د څرګندونو ملاتړ نه دی کړی. مدقق وویل: «امر باالمعروف د اسلام یو حکم دی، د اسلام مبارک دین [وايي] چې دغه څه باید د اعتدال او منځلارې په توګه، د میانه روۍ په چوکاټ کې، د حکمت په چوکاټ کې او د ټولنې نزاکتونو او ضرورتونو ته په کتو سره پر مخ یوړل شي.»
مدقق وايي چې په هرات ولایت کې د دې دیني عالم حرکت او څرګندونې شخصي لید لوری لري او د هلمند ولایت د یني علماوو د هغه خبرې په رسمي توګه نه دي تائید کړي او د هغه د څرګندونو ملاتړ یې نه دی کړی.