1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«د کال په لومړیو درو میاشتو کې تر زرو ډیر ملکیان وژل شوي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د دوشنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د افغانستان جګړې تر ۵۰۰ ډیر ملکیان وژلي او ۷۶۰ تنه نور یې ټپیان کړي.

https://p.dw.com/p/3bSKw
Afghanistan Anschlag in Jalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د مرګ ژوبلې ډیره برخه د مارچ په میاشت کې په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې د افغانستان د سولې بهیر د کامیابي او پرمختګ هیلې ډیرې وې.

طالبانو د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نیټه له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې باید دغه ډله له افغان حکومت او نورو سیاسي ډلو سره خبرو ته ناسته وای. خو د تړون په پلي کیدو کې د ستونزو د رامنځ ته کیدو له کبله تر اوسه پورې د سولې بهیر کې پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی دی.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز، ویلي دي: «په افغانستان کې د بې شمیره ملکیانو د ژوند ژغورلو او خلکو ته د راتلونکې په اړه د هیلې ورکولو په خاطر، اړین دي چې تاوتریخوالی د اوربند له لارې پای ته ورسیږي او د سولې خبرې اترې پیل شي.»

په افغانستان کې د جګړې ډیر شمیر قربانیان ښځې او ماشومان دي. یوناما د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د جګړې له کبله د ۱۵۲ ماشومانو د وژل کیدو او ۲۶۵ تنو نورو ټپي کیدو پیښې ثبت کړې دي. په همدې موده کې ۶۰ ښځې هم وژل شوي او ۱۰۸ تنه نورې ټپیانې دي.

یوناما ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو قواوو په ګډون، دولت پلوو ځواکونو په ماشومانو کې ډیر تلفات رامنځ ته کړي دي. د طالبانو او داعش په ګډون د حکومت ضد وسلوالې ډلې بیا په دې موده کې د رامنځته شویو ټولو تلفاتو په ډله کې د ۵۵ سلنه مسوول ګڼل شوي دي.