1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوروپول د جعلي واکسیونو څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبه

یوروپول د جعلي واکسیونو او کرونا واکسین په اړه نورو جرمونو څخه خبرداری ورکړ. د یوروپول د مشري په خبره د جعلي واکسیونو عرضه، خصوصأ په اجتماعي شبکو کي یو لوی خطر دی. د کرونا واکسین پیچکاریو د غلا امکانات هم موجود دي.

https://p.dw.com/p/3nG0a
Portrait: Interpol-Direktorin Catherine De Bolle
د يوروپول مشرهانځور: picture-alliance/dpa/T. Roge

د یوروپول آمري، کاترین دي بول همدارنګه وویل، چي د کرونا واکسین ته د ډیري تقاضأ په دلیل به مجرمین کوښښ وکړي، تقلبي واکسیونونه هم بازار ته عرضه کړي.

د جرمني راډیو د یوروپول د امري په حواله خبر ورکړی دی، چي« په اوس وخت کي داسي علایم، لکه په اجتماعي شبکو کي د کرونا واکسین د خرڅلاو پیشنهادونه موجود دي او هرڅوک چي د هغه د رانیولو اقدام وکړي، دپیسو تر حوالې وروسته یا هیڅ شی پلاس نه راوړي او یا جعلي واکسیون ورته رسیږي.»

یوروپول تردې دمخه هم د دغه خطر او همدارنګه د غلو د داسي ګروپونو څخه خبرداری ورکړی ؤ، چي کوښښ کوي د کرونا واکسین غلا او د هغه په ارتباط نور جرایم تر سره کړي. د یوروپول وظیفه د جنايي اطلاعاتو راټولیدل او د بین المللي سازمان ورکول سوو جرمونو لکه ترهګرۍ سره مبارزه ده.

د جانز هیپکینز پوهنتون د وروستیو ارقامو پراساس د کرونا وبا د شروع څخه تراوسه پوري په ټوله دنیا کي تر ۸۰ ملیونه اضافه انسانان په هغه اخته او تقریبأ یو ملیون او ۷۵۰ زره کسان ورڅخه مړه سوي دي. په همدې دلیل د هیوادو په منځ کي د کرونا واکسین ته لاسرسی په یوه چلنج او مسابقې باندي تبدیل سوی دی. ځکه نو د د کرونا واکسیونونو موټرونه هم د پولیسو تر سخت مراقبت او محافظت لاندي حرکت کوي.

آ./ق.ن./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: