یمن: د القاعدې سره په جګړه کې ډېری کسان وژل سوي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعهاعلان
په یمن کې د القاعدې د ترهګري شبکې پر ضد جګړه کې لږ تر لږه ۴۸ کسان له منځه تللي دي. د آژانسونو په حواله پر بندري ښار شوکراه، باندی چې ګومان کیږي یاغیانو به هلته ځانونه پټ کړي وي، د ۱۰۰ په شاوخوا کې بریدونه تر سره سوي دي. د وژل سوو کسانو په ډله کې ښایي زیاتره پاڅون کوونکی شامل وي.خو داسي ښکاري چې ډېری عسکر او ملکی کسان به هم وژل سوي وي. د یمن پوځ یوه میاشت مخکی هم د القاعدې د هغو جنګیالیو پر ضد د دغه هیواد په جنوب کې عملیات تر سره کړي ول چې هلته ئې زیاتره ښارونه تر خپل کنترول لاندی راوستي وو.