گيټس: د مسکو او واشنگټن په اړيکو کي خاص پرمختگ سوی
۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبهرابرت گېټس په الوتکه کښي خبريالانو ته وويل چي د امريکا او روسيې تر منځ په اړيکو کي په ډراماتيکه توګه بدلون راغلي. کله چي ده په ۱۹۶۰ کلونو کي د امريکا د استخباراتي کړی سره په کار پيل وکړ دا کار ناشوني ښکاريده. دا هغه وخت وو چي د روسيي او لويديځ تر منځ «سړه جګړه» پيل شوي وه.
ګيټس زياته کړه روسيې موږ ته اجازه راکړې چي د هغه هيواد له لاري د ناټو عسکر او اکمالات د هوا يا ځمکي له لاري افغانستان ته انتقال کړو.
هغه وويل تر اوسه پوري تقريباً شاوخوا ۳۰ زره کانټينرونه د روسيې له لاري افغانستان ته ليږل سوي. هغه زياته کړي« زه فکر کوم چي په دې برخه کي زموږ سره د روسيي مرسته د ډير اهميت وړ ده.»
ګيټس د ايران او شمالي کوريا پر سر د امريکا د ديپلوماتيک دريځ څخه د روسيې ملاتړ او همداسي په ليبيا کي د پوځي مداخلې په اړه د امنيت د شورا د پريکړه ليک د نه مخنيوي څخه هم ستاينه وکړه.
دې حقيقت ته په کتو سره چي روسيې د ۱۹۷۳ پريکړلیک چي پر ليبيا د هوايي قلمرو بندولوو سره سره چي دوی ورباندي خپل ملاحظات لرل،ويټو نکړ. د روسيې او واشنګټن ترمنځ د ښو اړيکو د يو بل مثال په نوم يادکړ.
خو په ليبيا کي جنګ کيدای سي دا سفر تر خپل سيوري لاندي راولي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون د يکشنبې په ورځ فرانسې، انګلستان او د امريکا څخه وغوښتل چي هغه څه ته د پای ټکی کښېږدي چي ددوی لخوا د نه توپير پالني په نامه ياديږي.
روسيي د امنيت په شورا کي د معمرالقذافي د رژيم پر خلاف د پوځي تګلاري پر سر رايو کي ونډه نه وه اخيستې.
په پام کي ده چي ګېټس به د سې شنبې په ورځ د سانت پيترسبرګ څخه د مسکو پر لور وخوځيږي، چي هلته د خپل سيال اناټولي سيرديکوف او بيا وروسته د دروسيې د ولسمشر سره وګوري.
امريکايي چارواکي وايي چي روسيې ته پخواني سفرونه د امريکا لخوا په اروپا کي د ميزايلو د سيستم د نصبيدو پر سر د لانجو پر سر و، خو د ګېټس اوسنی سفر د دواړو هيوادونو تر منځ د هر اړخيزه همکاريو او د لا ژورو پوځي اړيکو ټيګښت په خپل منځ کي رانغاړي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل