1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گرین پیس د شخصي طیارو پر ډیرو پروازونو باندي انتقاد کړی

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د سویس په داوس کي د اقتصادي فوروم تر شروع کیدو لږ دمخه د اقلیم ساتني سازمان، گرین پیس په هغه کي د گډون کونکو له خوا اقلیم ته تاوان رسونکي شخصي پروازونو باندي د «هغوی د بې تفاوتۍ» په توگه انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MBxn
Klima-Aktivisten blockieren Privatjets auf Flughafen Schiphol
انځور: Selman Aksvºnger/AA/picture alliance

دغه سازمان پرون جمعه په هامبورگ کي غوښتنه وکړه، چي په هغه لینونو کي چي د رییلونو ښه ارتباطات موجود وي، باید د لنډي فاصلې د پروازونو څخه ډه ډه وسي. د ۲۰۲۳ م کال د نړۍ اقتصادي فوروم راتلونکې شنبه پیل کیږي.

ویل کیږي، چي تر نیمايي اضافه (۵۳ فیصده) د شخصي طیارو پواسطه پروازونه، چي د تیر ۲۰۲۲ م کال د یوې هفتې فوروم په جریان کي داوس ته نژدې ترسره سول، تر ۷۵۰ کیلومتره لنډي فاصلې یې درلودې.