گراهر: په پاکستان کي د امريکا د پوځي عملياتو امکان سته
۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبهد جمهوري غوښتونکو دغه سناتور لينډسي گراهم د بهرنيو او پوځي چارو په پاليسي جوړولو کي مهم رول لري، وروسته تر هغه دغه تبصره کوي، چي د امريکا لوی درستيز مايک مولن د پاکستان پر استخباراتي شبکې، آی ايس آی، تور ولګاوه چي د حقاني ترهګري شبکې سره مرسته کوي او په کابل کي يي د سپتمبر د ۱۳ نيټي په بريدونو کي لاس لاره.
د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان باندي د ډيري مودې راهيسي دا فشار راوړی، چي د حقاني شبکې پر ضد دي د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي پوځي عمليات تر سره کړي. دغه ډله د طالبانو په ليکو کي تر ټولو خطرناکه ډله شميرل کيږي.
خو دا ځل د امريکايي چارواکو له لوري نيغ په نيغه د پاکستان پر استخباراتي شبکې دا تور لګول کيږي چي پر کابل د سپمتبر د ۱۳ نيټي بريد کي دوی له دغي ډلي سره مرسته کړې.
ګراهم په خپله يوه مرکه کي ويلي دي، چي د امريکا د سنا استازو له لوري د دي ملاتړ ډير سوی، چي په پاکستان کي دي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو تر څنګ چي د ډير وخت راپه دېخوا روان دي، پوځي عمليات هم تر سره سي. هغه ويلي دا ددي په معني نه، چي هلته دي امريکايي پوځيان ورواستول سي.
« تر ټولو ښه خبره به دا وي، چي افغان، پاکستاني، ( امريکايي او د ناټو) ځواکونه په شريکه کار وکړي تر څو په افغانستان او د پولي هاغاړه کي د ترهگرو خوندي پټنځايونه له منځه يوړل سي.»
نوموړي ويلي، چي د سنا استازي به پردې غور وکړي، چي په پوځي فشارکي ډيروالی راسي.
« که چيري خلک په دې باور و، چي دا يوازنۍ لار ده چي زموږ ګټي خوندي ساتلای سي، نو زه فکر کوم چي دا به د ځانه سره ډير ملاتړ ولري.»
په پاکستان کي خوندي پټنځايونه
د حقاني شبکه د افغاني طالبانو ملاتړې ډله ده او باورکيږي، چي د القاعدې له ترهګري شبکې سره ډيري نږدې اړيکي لري. دغه ډله د افغانستان په ختيځ کي د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد جنګيږي او د پاکستان د قبايلي سيمي د اډو څخه خپل فعاليتونه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلنټن، ويلي چي موږ ددې فيصلي په وروستي مرحله کي يو، چي دغه ډله د « بهرني ترهګري ډلي» په نوم ونوموو.
« موږ به د ترهګرۍ پرضد خپلو هڅو ته ادامه ورکړو او په خاصه توګه د هغو پرضد چي په پاکستان کي خوندي پټنځايونه لري، د پاکستان سره په ګډه پر دې کار وکړو، چي د هغوی جرړي راوباسو.»
خو پاکستان دغه رپورټونه ردوي، چي ګواکي دوی د حقاني شبکي سره کومه مرسته کړې. دوی وايي چي، د دوی پوځ ( اټکل کيږي چي د ۱۰۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو) خپله د پاکستاني طالبانو سره په جګړه بوخت دی او نه سي کولای، چي ددغه شبکې پر ضد عمليات وکړي.
د امريکايي چارواکو له لوري د دغو تورونو وروسته د دواړو هيوادونو اړيکي خورا ترينګلي سوي دي.
نن « پنجشنبه » د پاکستان لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني، د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو يوه غونډه رابللې ده، چي د بهرنيو چارو وزيره، حنا رباني کهر، او د پوځ لوړ پوړي چارواکي د غونډي ګډون والو ته د دغي حساسي موضوع پر اړه معلومات وړاندي کړي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل