گاوک وژل سوو آلماني سرتيرو ته دعا وکړه
۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبهيوآخيم گاوک په مزارشريف کي د آلماني سرتيرو په عمومي پوځي اډه کي د خپل ژوند له شریکي دانيلا شات او د آلمان د لوی درستيز فولکر ويکر سره يو ځای وژل سوو آلماني سرتيرو ته دعا وکړه.
يوآخيم گاوک تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدني کتني وروسته د افغانستان له ديني عالمانو سره هم وکتل. دغه راز دانيلاشات بيا د ولسمشر کرزي له مېرمني زينت کرزۍ او د ښځو له يو شمېر فعالينو سره هم وکتل.
يوآخم گاوک د دوشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړ او لومړی ئې په مزارشريف کي له مېشتو آلماني سرتيرو سره وکتل او د هغوی خدمت ئې وستايه.
د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۸) له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدني کتني وروسته په يوه گډه خبري غونډه کي گډون د آلمان له اړخه له افغانستان پر مرستو باندي ټينگار وکړ او په دغه هيواد کي ئې د ديموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کي د نور پرمختگ غوښتنه وکړه.
د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چي هغه ته ئې د افغانستان د «لمراعلی» په نوم افتخاري مډال ورکړ او زياته ئې کړه چي له کرزي سره ئې خبري گټوري وې او ولسمشر حامد کرزي وعده ورکړې ده چي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني به په پوره امانت دارۍ سره ترسره کيږي.
هغه وويل: «موږ باور لرو، چي په افغانستان کي د تل پاتي سولي امکان سته.» گاوک په ځانگړې توگه په دغه هيواد کي د ښځو او نارينوو پر برابرۍ باندي ټينگار وکړ: «د ديموکراسي کولو پروسه بايد دوام ومومي.» هغه زياته کړه، چي افغانستان د بدلون په حال کي يوه ټولنه ده. خو د ديموکراسۍ په لار کي بايد نور گامونه هم واخيستل سي. د ۲۰۱۴ کال په پای کي بايد په دغه هيواد کي د ناټو جنگي ماموريت پای ته ورسيږي.
په پلان کي وه چي د يوآخيم گاوک به نن بغلان ته سفر وکړي او هلته به هم له مېشتو آلماني سرتيرو سره وگوري، خو د خرابي هوا له کبله دغه سفر نه ترسرکيږي او نن به بيرته آلمان ته راستون سي.
بغلان په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموريت په چوکاټ کي تر ټولو خطرناکه سيمه بلل سوې ده.