گانا او يوروگوای يو پر څلرم فاينل ته راووتل
۱۳۸۹ تیر ۶, یکشنبهدادی په جنوبي افريقا کښي د فټبال د نړيوالي اتلولۍ مقدماتي دوره پای ته ورسيدل،او د يو پر اتم فاينل مسابقې شروع سوې .
خود فټبال په مقدماتي دوره کښي دا پلا اروپايانو د پخوا په ډول ډير مهارت او تخنيک ښکاره نه کی ، او زيادتره د جنوبي امريکا هيوادو وکولای سول په فټبال کښي مهارت او تخنيک وښيي، چه د هغه ثمره يې هم وليدل ، او ډير ټيمونه يې يو پر اتم فاينل ته راووتل .
د تيري دورې د فټبال جهاني قهرمان ايټاليا حتی ونسوای کولای ، چه يو پر اتم فاينل ته راووزي ، او بايد کور ته تللې وای . د ايټاليا ټرينر ليپي چه د مسابقو په شروع کښي حتی د پنځم واري اتل کيدو خوبونه ليدل ، اوس بل څه نسي ويلای ، بيله دې چي ووايي ، دوی ونسوای کولای او پاته راغلل .
ده په هغه شپه وويل ،
«زه ټوله مسؤليت پر غاړه اخلم . که يو څوک په داسي مهم وخت کښي، لکه نن شپه خپل ټيم داډول معرفي کي ، نو دا دا معنی لري چه ټرينر يې ټيم ښه نه ؤ آماده کړی . »
خو بيا فرانسه هم چه دفټبال په تيره نړيواله اتلولي کښي دوهمه سوې وه ، هم ونسوای کولای چه يو پر اتم فاينل ته راووزي ، او تر هغه وروسته چه د فارورډ انيلکا او ټرينر تر منځ يې جنجال راغی ، او په بازي کښي يې گډون ونکی ، نوحتی جمهوررييس يې مداخله وکړه ، او د ټيم د کپتان څخه يې په دغه باب رپوټ وغوښتی .
جرمني هم په ډير زحمت سره وکولای سول ، چي يو پر اتم فاينل ته راووزي، او د گانا په مقابل کي يوازي د اُوڅيل قېدېرا طلايي گول نجات ورکی .
د اروپا اتل هسپانيې هم پر ضعيفه سويس باندي بازي بايلول .
مقدماتي دوره د افريقايانو دپاره هم ډيره خرابه وه ، او د 6 ټيمو څخه يې يوازي گانا يو پر اتم فاينل ته راووتل ، او ځکه نو ډيره مايوسه ده .
خو اوس به راسو د يو پر اتم فاينل د اولي ورځي مسابقو ته :
اوله مسابقه چه د اوروگوای او جنوبي کوريا تر منځ تر سره سوه ، د اوروگوای په گټه تمامه سوه ،چه پسله 40 کلو څخه د اولي پلا دپاره يو پر څلرم فاينل ته راووتل . ددغه ټيم فارورډ لوييس سَوريڅ دواړه گولونه ، يو په 8 او بل په 79 دقيقه کښي ولگول ، خو بيا جنوبي کوريايانو هم په 68 دقيقه کښي يو گول ولگوی ، مگر مسابقه تر پايه پوري پر همدغه 2پر 1پاته سول ، او اوروگوای يو پرڅلرم فاينل ته راووتل .
ددغي ورځي ديو پر اتم فاينل په دوهمه مسابقه کښي چي بيا د امريکا او گانا تر منځ تر سره سوه، د گانا په گټه تمامه سوه .
د گانا د ملي ټيم څخه کېوين بوآټينگ او اسمووا گيان د اولي پلا دپاره گانا يو پر څلرم فاينل ته ورشامله ، او د افريقا د اتل کيدو خيال يې ژوندی وساتی .
بوآټينگ په 5 دقيقه کښي امريکا ته يو گول ورکی ، خو بيا تر يوه فول وروسته په 62دقيقه کښي امريکايانو پينالټي په گول تبديله او ميچ يې مساوي کی . د مسابقې تر اوږدېديدو وروسته اسامووا په93 دقيقه کښي امريکا ته بل گول ورکی ، چي نتيجه تر پايه پوري پر همدغه 2پر 1 پاته سوه ، او گانا يو پر څلرم فاينل ته راووتل .
نن به په يو پر اتم فاينل کښي جرمني د انگلستان او ارجنټين د مکسيکو په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .
آژانسونه /محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي