1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او بیلاروس پر ورزشي فدراسیونونو د بندیزونو غوښتنه

۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبه

آلمان او ۳۴ نورو هیوادونو د روسیې او بیلاروس د ورزشي اتحادیو او چارواکو پر ضد د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه. آلمان دغه اقدام «له اوکراین سره د پیوستون نښه» بللې ده.

https://p.dw.com/p/4DtKm
Fußball WM Qualifikationsspiel | Ukraine v Schottland
انځور: Scott Heppell/AP/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزارت پارلماني مرستیال، محمود اوزدیمیر په وینا، د آلمان فدرالي حکومت د اروپايي اتحادیې د ۲۵ غړو هیوادونو او ۱۰ نورو هیوادونو له  ګډې اعلامیې ملاتړ کوي، چې دا «د اوکراین له خلکو او همدارنګه د اوکراین له ورزش سره د پیوستون نښه» ده.

دا دویمه اعلامیه ده چې پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته دغو هېوادونو په دې تړاو خپره کړې ده.

محمود اوزدیمیر چې د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) سیاستوال دی، د آلمان د فدرالي جمهوریت په استازیتوب یې دغه ګډه اعلامیه چې د سې شنبې په ورځ (د جولای په ۵ مه) د امریکا د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه لاسلیک کړه .

د جي۷ ډله غواړي د روسېې د سرو زرو واردات ممنوع کړي

د دغې اعلامیې له مخې ۳۵ لاسلیک کوونکو هیوادونو او سازمانونو، چې ځانونه یې د «د ورته فکر لرونکو هیوادونو یوې ډلې» په توګه یاد کړي، له نړیوالو فدراسیونونو او اتحادیو یې د روسیې او بیلاروس د ټولو ملي سپورتي فدراسیونونو د تعلیق غوښتنه وکړه.

د دې اعلامیې اصلي مخاطب د المپیک نړیواله کمیټه (IOC) او همدارنګه پیاوړي نړیوال بنسټونه لکه فیفا او د اروپا د فوټبال اتحادیه UEFA دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت پارلماني مرستیال په دې باور دی چې «یوازې همدا نړیوال بنسټونه کولی شي د ملي فدراسیونونو او ملي اتحادیو د بندیز او تعلیق او همدارنګه د روسیې او بیلاروس د چارواکو د لیرې کولو په اړه پریکړه وکړي، ځکه چې روسیه او بیلاروس د دوی غړي دي.

د اروپايي اتحادېې غړي د روسېې د نفتو پر تحریمولو توافق ته ونه رسیدل

په دغې اعلامیه کې دا غوښتنه هم شوې چې «هغه لوړ پوړي چارواکي چې د روسیې یا بیلاروس له حکومت سره نږدې اړیکې لري باید په نړیوالو متحدینو کې له مهمو پوستونو څخه هم لیرې شي.» سربیره پردې، په اعلامیه کې دا غوښتنه هم شوې چې ملي او نړیوال سپورتي سازمانونه دې وړاندیز وکړي چې «په روسیه او بیلاروس کې د خپلو ټلویزیوني خپرونو مخه ونیسي.»

د ۳۵ هېوادونو د دې ګډې اعلاميې پر بنسټ دا هم ويل شوي، چې د بیلاروس له خوا پر اوکراین د برید له کبله د روسیي ملاتړ د کرکې انګیزه ده او دا په ښکاره  له نړيوالو مکلفيتونو، بشري حقونو ته نه درناوی او د هېوادونو تر منځ له سوله ايزو اړيکو سرغړونه ده.