کینیا: د دولت یو مخالف ونیول شو
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبهاعلان
د کینیا پولیسو د دوشنبې په ورځ د ممباسا جمهوري شورا ډلې مشر ونیوه او د دې ډلې دوه تنه پلویان یې ووژل.
کله چې پولیسو د دغه وګړي د نیولو هڅه کوله نو په لسهار مسلح کسانو غوښتل چې د هغوی مخه ونیسي خو پولیسو هغوی هم ونیول.
د ممباسا جمهوري شورا د کینیا له دولت څخه ازادي غواړي.